اسټولټنبرګ:ناټو هېڅکله اجازه نه ورکوي چې افغانستان د ترهګرو په امن پټن‎ځای بدل شي
بهرنی سیاست
جمعه, ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۴
وروستي جزئیات جمعه, ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

د ناټو عمومي منشي ینس اسټولټنبرګ وايي چې له ۲۰۱۶ زیږدیز کال څخه وروسته به د شمالي آټلانټیک تړون یا د ناټو مأموریت به په افغانستان کې د روزنې او مشورې ورکونې څخه پرته بل څه نه وي او د ناټو اډې به د افغانستان له څلورو ولایتونو پرته نور پراخوالی پیدا نه کړي.

هغه چې د دغه سازمان په مېشت ښار بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲ ورځنۍ ناسته کې د ناټو د ۲۰ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د دغه تړون د لسګونو همکارو هېوادونو په حضور کې خبرې کولې څرګنده کړه چې افغانستان د ناټو لپاره یو مهم هېواد دی او دغه تړون به هېڅکله اجازه ور نه کړي ترڅو د ترهګرو په امن پټن ځای بدل شي،ځکه چې د افغانستان ناامنه کېدل د ناټو هېوادونو د امنیت په وړاندې ستر ګواښ دی.

د ناټو عمومي منشي ینس اسټولټنبرګ څرګنده کړه: "موږ په دې دلیل خپل مأموریت په افغانستان کې غځو چې پرې نه ږدو دغه هېواد يوځل بیا د ترهګرو په امن پټن‎ځان بدل شي؛ د دې ترڅنګ په افغانستان کې زموږ حضور د ناټو غړو هېوادونو د امنیت د ټينګښت لپاره دی،ځکه که‎چېرې افغانستان بیاځلې د ترهګرو په امن‎ پټن‎ځای بدل شي کولای شي د ناټو د غړو هېوادونو لپاره ګواښ وي".

د ناټو دغه چارواکي وویل: "موږ د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوو،موږ د دغې بهیر د پرمخ بیولو لپاره د ټولو لوریو له هڅو څخه هرکلی کوو،خو د دغه بهیر د پرمخ بیولو لپاره افغانستان د ګاونډیو ښې اړیکو او سیمه‎ييز ملاتړ ته اړتیا لري".

ناټو همدارنګه ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تر پایه به د افغان امنیتي خواکونو مالي ملاتړ وکړي،د دغه سازمان چارواکو په دغې ناسته کې په تېر جنګي فصل کې د افغان امنیتي ځواکونو له ښو کړنو ستاینه وکړه.