سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1420ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون لاسلیک او پلي کونه
لاسته راوړنې
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د اطلاعاتو د لاسرسي قانون، چې اطلاعاتو د لاسرسي لپاره د ښاریانو د حقونو د ادارې لپاره یو قانوني چوکاټ دی، او په هر هېواد کې د یوې ګټورې څانګې په توګه وي چې غواړي ښې حکومت‎والۍ ته ورسېږي، او رسنیو او هغو ښاریانو ته چې غواړي د حکومت په اړه معلومات ولري. ولسمشر غني ژمنه وکړه چې دغه قانون به توشیح او ښاریانو ته به اطلاعاتو ته لاسرسی آسانه کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. مالوماتو ته د لاسرسي قانون تایید او پلی شو.
  • ۲. افغانانو وکولای شول ترڅو د حکومتي بنسټونو له لارې مالوماتو ته لاسرسی ومومي.

د وضعیت جزئیات:
د ۲۰۱۴ زېږدیز کال دسمبر: په دسمبر میاشت کې ولسمشر غني اطلاعاتو ته د لاسرسۍ نوی قانون لاسلیک کړ او هغه‎یې په شپږو څپرکو او ۳۲ مادو کې توشېڅ کړ چې افغانانو ته‎یې په حکومتي بنسټونو کې بې‎مخینې روڼتیا وړاندې کړه. د افغانانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ښاریانو او ژورنالېستانو د امنیتي بنسټونو له لارې امنیتي اطلاعاتو ته لاس وموند. دغه قانون له نړیوالو معیارونو سره برابر دی او د اداري فساد پر کمولو، د دموکراسۍ پر بنسټیزې کونې او د حکومت په جوړښت کې د خلکو د سیاسي او ټولنیز ګډون پر پياوړې کونې به، ګټوره اغېزه ولري.
په داسې حال کې چې د مدني ټولنې لږ شمېر افغان فعالینو د دغه قانون د تفسیرونو او د ولایتونو په کچه د هغې د پلي کونې په اړه خپلې اندېښنې بیان کړې، سربېره پر دې په پراخه توګه د دغه قانون هرکلی وشو او په افغانستان کې د رسنیو د روڼتیا او آزادۍ په درشل کې د هڅې په توګه ورڅخه یادونه وشوه.

سرچینه: http://www.humanrights.dk/news/new-afghan-law-grants-access-information; http://www.tolonews.com/en/afghanistan/17314-access-to-info-law-creates-restrictions-iwa

د طلوع‎نیوز له‎خوا وروستي معلومات

اړوند رپوټونه:

۱. د هېواد په ولایتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په وړاندې د محدودیتونو زیاتوالی: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20028-access-to-information-limited-in-the-provinces-nai

۲. د روڼتیا د څار د ادارې غوښتنه مالوماتو ته د لاسرسۍ په قانون کې د اصلاحاتو تر سره کولو: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17314-access-to-info-law-creates-restrictions-iwa

۳. مالوماتو د لاسرسي قانون د پخلي لپاره د نی هڅې: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/11817-nai-presses-for-approval-of-right-to-information-law

۴. ولسی جرګې مالوماتو ته د لاسرسي قانون تایید وکړ: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/15432-lower-house-approves-access-to-information-law