افغانستان له یوه ترکي شرکت سره د کجکي برېښنا بند هوکړه وکړه
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
دوشنبه, ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‌نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له یوه ترکي شرکت سره نن د سې‎شنبې پر ورځ د هلمند د کجکي د بند د پراختیا دهوکړه لاسلیک کړه.

د کجکي د برېښنا بند اوس مهال ۳۳ مېګاواټه برېښنا توليدوي، خو کله چې پراختیا یې بشپړه شوه نو تر ۱۵۰ميګاواټه برښنا به تولید کړي.

د اوبو او برېښنا وزیر، علي احمد عثماني وويل چې د کجکي بند د سلما بند دوه برابره برېښنا تولید وړتیا لري.

د کجکي د برېښنا بند د هلمند پر سیند پروت دی چې د برېښنا تولید ترڅنګ به ډېر شمېر ځمکې هم اوبه کړي.

ښاغلی عثماني وویل چې د دغه بند د اوبو زیرمه کولو وړتیا به یو میلیارډ مترمکعبو ته لوړه شي.

دا په داسې حال ده چې، څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني او د هند د لومړي وزیر نارندرا مودي په ګډه هرات کې د سلما بند پرانیست.