سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1485ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
افغان کډوالو ته د مرستې لپاره په ایران کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د کارکوونکو د شمېر زیاتوالی
د پرمختګ په حال کې
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۸ زمری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
ایران او پاکستان هېوادونه د ګڼ شمېر افغان کډوالو لرونکي دي چې د جګړو، تاوتریخوالو او داسې نورو څېزونو له امله له هېواد څخه تېښتې ته اړ شوي دي او هلته په څو وروستیو لسیزو کې ژوند کوي. له هغې ډلې، درې میلیونه تنه افغان وګړي په ایران کې ژوند کوي. په ۲۰۱۳ کال کې، د "نابلل شوی مېلمه" تر نامه لاندې رپوټ چې په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو، وهلو او ټکولو او د هغوی د ځورونې د جزئیاتو په اړه وو او دغو کډوالو په داسې حال کې په ایران کې ژوند کاوه چې نوموړی هېواد په خپله د نړیوالې ټولنې له‎خوا د اقتصادي بندیزونو سره لاس او ګرېوان وو. د بشري حقونو د څار سازمان څخه یوه رپوټ وویل چې ایراني چارواکو په وروستیو کلونو کې په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د کډوالۍ او استوګنې شرایط محدود کړي دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې وضعیت ستونزمن شوی دی. همداراز، دغه سازمان په ایران کې د افغانانو د ستونزمنو شرایطو په اړه هم روښنایي واچوله. ولسمشر غني ژمنه وکړه ترڅو په ایران کې د سفارت او قونسلګریو د کارکوونکو شمېر ډېر کړي او له هغوی سره مرسته وکړي ترڅو قانوني اسناد ترلاسه کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. په ایران کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو د کارکوونکو د شمېر زیاتول.
  • ۲. افغان کډوال کولای شي ترڅو په ایران کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو کې خدمتونو ته لاسرسی ولري او قانوني اسناد ترلاسه کړي.

د وضعیت جزئیات:

د دغې ژمنې په درشل کې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.

اړوند رپوټونه:

۱. محقق: ایران د افغان مهاجرینو لپاره د امکاناتو د برابرولو لپاره مساعدولو قول ورکړی دی: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17470--iran-provides-facilities-to-afghan-refugees

۲. له ایران څخه د افغان ګډوالو د بهر کېدو په اړه د ګډوالۍ د نړیوال سازمان اندېښنه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19209-iom-voices-concerns-about-iran-deporting-afghan-migrants

۳. د سوریې په جګړه کې د افغانانو شتون تایید شوو: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17601-afghans-recruited-for-syria-war-observatory

۴. کنکاش: په ایران کې افغان کډوال: http://www.tolonews.com/pa/video/kankash/12912-kankash-afghan-refugees-in-iran