توحیدي:د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړی کمېسیون کمزوری او مشورتي کمېسیون دی
حکومت‎والي او د قانون واکمني
چهارشنبه, ۰۴ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات چهارشنبه, ۰۴ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع نیوز
د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون | طلوع نیوز

د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون مرستیال صدیق الله توحیدي وايي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړی کمېسیون یوازې مشوره ورکوونکی او کمزوری کمېسیون دی.


د ټاکنېزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون مرستیال وايي که چېرې دغه کمېسیون ته لازم صلاحیت ورنه کړل شي،په ټاکنیز نظام کې به د اصلاحاتو راوستل به له امکان څخه لیري وي.

په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې د ټاکنیز نظام اصلاح د ملي یووالي حکومت یوه مهمه دنده،ملي او قانوني مسؤولیت دی.

د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړی کمېسیون د ټاکنو په بهیر کې د درغلیو د مخنیوي لپاره یوازېنۍ هیله او اداره پیژندل شوی دی.

دا کمېسیون له دې امله رامنځته شوی دی څو ټولې کم کارۍ او ستونزې وڅېړي، څو لاره د رڼو ټاکنو لپاره پرانیزي آیا دا کمیسیون دا وړتیا لري؟

د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسیون مرستیال صدیق الله په دې اړه وویل: " دا یو مشورتي کمېسیون دی او که چېرې وړاندیزونه د ولسمشر په غوښتنه نه وي،رد کېږي، کولای شو چې ووایو چې یو کمزوری او مشورتي کمېسیون دی".

په د دغه کمېسیون په اړه یوه تر ټولو بنسټیزه اندېښنه د هغوی د مشورې ورکولو وڼده ده، د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړی کمېسیون یوازې کولای شي مشوره ورکړي ظاهراً یو ننداريز کمېسیون دی.

خو حکومت په دې باور دی چې د ټاکنیزو نظام له اصلاح څخه پرته به هېڅ ډول ټاکنې ترسره نه‎شي.

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه:"چې ټاکنیزو اصلاحات د ملي یووالي حکومت یوه مهمه دنده،ملي او قانوني مسؤولیت دی. هیله لرو چې به راتکونو کلونو کې رڼې او له هر ډول درغلیو څخه لیرې ټاکنې ولرو".

د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانګړي کمېسیون یوه ستونزه داده چې د هغې رییس او مرستیال یې انتسابي دي او د دغه کمېسیون ۱۵ غړو د یاد کمېسیون د رییس او مرستیال په ټاکلو کې هېڅ ونډه نه‎ده لرلې. بله ستونزه داده که چېرې دا کمېسیون اجرايي صلاحیت ونه لري د هېواد په ټاکنیز نظام کې به اصلاحاتو لپاره به څه هیلې موجودې وي.؟