حکمت کرزی:څلور اړخیزه ناسته په افغانستان کې جګړه بې مانا بولي
سوله او امنیت
چهارشنبه, ۳۰ مرغومی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات چهارشنبه, ۳۰ مرغومی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت کرزي نن په کابل کې د یوې خبري ناسته کې په ترڅ کې څرګنده کړه چې په څلوراړخیزې ناسته کې ټولو ګډونوالو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې جګړه بې مانا ده او په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره اړتیا شته.

هغه چې د افغانستان په استازیتوب په اسلام اباد کې د افغانستان،چین،پاکستان او امریکا په څلوراړخیزه ناسته کې ګډون کړی وه زیاته کړه چې په څلور اخیزه ناسته کې ټولو ګډونوالو د افغانستان پر خپلواکۍ او واکمنۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي زیاته کړه: "په څلوراړخیزه ناسته کې ټولو حاضرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په له منځه وړولو ټینګار وکړ".

د افغانستان دغه سیاستوال د دې په ویلو سره له هغو کسانو(طالبانو) سره چې د سولې لپاره چمتو دي له ټول توان سره به له هغو سره چلند وشي څرګنده کړه:"چې افغانستان باید په دغه بهیر کې یوازې نه وي".

حکمت کرزي روښانه کړه: "په څلور اړخیزه ناسته کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ له څنډ څخه پرته د خبرو اترو پر پیل ټینګار وشو".

هغه د کابل د ناستې په اړه چې راتلونکي اوونۍ د تېر ورځې د ناستې په دوام کې به جوړه شي څرګنده کړه: "په (کابل کې)د راتلونکې ناستې بنسټيزه موخه د سولې د خبرو اترو د کړندلارې چمتو کول دي".

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرسیتال د دې په بیان سره چې د اسلام اباد غونډه د یوې پروسې پیل وو روښانه کړه چې موږ په تېرو کې له چین او پاکستان او امریکا او پاکستان سره درې اړخیزې ناستې او همدارنګه له امریکا،چین او پاکستان سره څلور اړخیزې ناستې لرلې دي.

حکمت کرزي په دې ناسته کې د چین د ونډې په اړه وویل:"چین په سیاسي، اقتصاد او سولې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې ده، او دغه هېواد په پوځي برخه کې هم له موږ سره مرسته کړې ده."

ده ټینګار وکړ:"چې چین د سولې پروسې څارنه کوي."

کرزي زیاته کړه:"افغانستان د سولې یوه تګلاره چمتو کړي ده چې په دویمې ناسته کې) چې راتلونکي اوونۍ تر سره کېږي(هغه به شریکه کړي."

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال څرګنده کړه:"د پاکستان له‎ خوا افغانستان ته کوم نوملړ نه دی ورکړل شوی."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د سولې په څلور اړخیزه ناسته کې ویلې وو چې د هغو طالبانو نوملړ چې غواړي سوله وکړي او د هغو طالبانو نوملړ چې غواړي جګړې ته دوام ورکړي د افغانستان په واک کې ورکړي.

حکمت کرزي اشاره وکړه:"په دې ناسته کې د سولې تګلارې په برخه کې کوم اخلاف نشته؛ د سولې پروسې موخه دا ده چې د هر هغه افغان لپاره چې سوله غواړې د سولې دروازې خلاصې دي".

ده زیاته کړه:"په دغه وخت کې چې موږ د سولې خبرې پر مخ وړو زموږ افغان ځواکونه چې زموږ ویاړ دي خپل کار مخې ته وړي."

دغه پیاوړي افغان ډېپلوماټ ټینګار وکړ:"موږ چمتو یوو چې د طالبانو ټولو ډلو سره خبرې وکړو؛ موږ د خبرو دروازه نه تړو."

ښاغلي کرزي دې ته په شارې سره چې په دوو راتلونکو میاشتو کې افغان حکومت د دې فرصت لري چې تر څو خلکو ته مثبت بدلون ښکاره کړي زیاته کړه چې موږ په دې برخه کې ځانګړی مهال‎وېش لرو.

تېره شپه په اسلام آباد کې د څلور اړخیزې ناستې ګډونوالو د خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار وکړ چې راتلونکي ناسته به د جنوري میاشتې په ۱۸مه چې د مرغومې میاشتې له ۲۸ سره برابره ده د دوشنبې پر ورځ ترسره شي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي د سولې په څلور اړخیزه ناسته کې په افغانستان کې د سولې پر بهیر ټینګار شوی او باید پرتې ستونزې وپېژندل شي او په افغانستان او سیمه کې باید د سولې پراختیا لپاره هڅې پراخې شي.