حکومت به ډېر ژر د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو وروستۍ نوملړ اعلان کړي
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکل شوی صمیم فرامرز
Caption of the photo here | Credited to photographer

حکومت ډاډ ورکوي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو نوملړ به د همدغې اوونۍ تر پایه به اعلان کړي،

خو پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي چې د ټاکنو د پخواني کمېسیون د غړو حضور پر دې بهیر د خلکو باور کم کړی دی.

د ټاکنیزو کمېسیونونو له نوماندانو سره د خبرو اترو بهیر پای ته ورسېد او د حکومت ویاندویان وايي چې د همدغې اوونۍ تر پایه به د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي معرفي شي.

د فیفا غړی نعیم اصغري وايي:«په داسې حال کې چې په واقعیت کې یې درغلۍ کړې وي او یا هم په یوه بڼه په درغلو کې ښکېل وي،په هغه صورت کې باید له نوملړ څخه حذف شي او حتا تر قانوني چلند لاندې ونیول شي.»

د مشرانو جرګې غړي محمد علم ایزد یار په دې اړه وویل:«دا د همغې تېرې ناکامې تجربې دوام ښيي؛له بده مرغه نه‎شي کولای په راتلونکو ټاکنو کې له روڼتیا سره مرسته وکړي.»

خو د غوراوي کمېټه وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوماندان د ټاکنو د قانون پر بنسټ ټاکل شوي دي.

د غوراوي کمېټې ویاند یوسف رشید وویل:«نن هغوی تورن دي،مجرم نه‎دي؛ موږ په هغوی کې هېڅ ډول قانوني ستونزه نه وینو.»

د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو رد او یا هم تأیید د ولسمشر له صلاحیتونو څخه دی.و به لیدل شي چې ولسمشر کوم کسان به په ټاکنیزو کمېسیونونو کې وګماري.