دانش:په عدلي او قضايي ارګانونو کې به پراخ اصلاحات رامنځته شي
حکومت‎والي او د قانون واکمني
یکشنبه, ۲۲ وری ۱۳۹۵
وروستي جزئیات یکشنبه, ۲۲ وری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع نیوز
ولسی جرگه

د ولسمشر دویم مرسیتال په نږدې راتلونکي کې د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخو اصلاحاتو له راتلو څخه خبر ورکوي.

سرور دانش وايي چې د اصلاحاتو د راوستو ،ښې حکومتوالۍ او همدارنګه له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د ولسمشر تر مشرۍ لاندې به یوه عالي شورا ډېر ژر په خپل کار پیل وکړي.

د کورنیو چارو نوماند وزیر تاج محمدجاهد، د لویې څارنوالۍ نوماند رئیس فرید حمیدي او د سترې محکمې دعالي شورا د غړیتوب لپاره نوماند محمدزمان سنګري د دوشنبې په ورځ د ولسمشر د دوهم مرستیال لخوا ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شول.

سرور دانش د ښې حکومتوالۍ د وړاندې کولو لپاره د حکومت د ژمنو په اړه وویل:"د عدلي او قضايي اصلاحاتو ملي پروګرام په ملي محکمو ،دعدلیې وزارت،څارنوالي،پولیسو او نورو په نورو ادارو کې د اصلاحاتو د لارښونې په توګه چمتو او د تصویب په پړا کې دی".

د ولسمشر مرستیال زیاتوي افغانستان په اوسني وخت کې په حساس پړاو کې دی.

ښاغلي دانش زیاته کړه: "د دغې خاورې دښمنان تصمیم لري په خپل خام خیال ،ترهګریزو بریدونو،ځانمرګي چاودنو سره غواړي چې زموږ خلک د پرمختګ او ترقۍ په مسیر کې په شک کې کړي؛خو دا هیله به قبر ته یوسي".

له بلخوا د ولسي جرګې رئیس له ولسمشر څخه غواړي ترڅو ژرترژره د ملي دفاع او ملي امنیت د عمومي ریاست لپاره نوماندان هم د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره دغې جرګې ته معرفي کړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤوف ابراهیمي په دې اړه وویل: "موږ هره ورځ د ناامنیو او د مرګ ژوبلو شاهد یوو؛ولسمشر باید د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست رئیس هم ډېر ژر معرفي کړي".

ټاکل شوې ده ولسي جرګه د کورنیو چارو د نوماند وزیر او د لویې څارنوالۍ د نوماند رئیس او د سترې محکمې د عالي شورا د غړیتوب لپاره د نوماند د تحصیلي سندونو او کاري مخینې له څېړلو او د هغوی د پروګرامونو له اورېدو څخه وروسته د دوی په اړه راي ګیري وکړي.