سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1302ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره د غوره تجهیزاتو برابرول
د پرمختګ په حال کې
سوله او امنیت
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو کموالی د امنیت لپاره یو له اړینو خنډونو څخه دی چې دغه ځواکونه‎یې اړ کړي دي ترڅو د هېواد بېلابېلې برخې امن کړي. ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې ژمنه وکړه ترڅو د افغان ځواکونو لپاره غوره تجهیزات برابر کړي. دغه ژمنه د ولسمشرۍ د پوړ له نیولو څخه وروسته هم د هغه له‎خوا بیان شوه.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. خپلواک رپوټونه د دې پخلی کوي چې افغان امنیتي ځواکونو ته تجهیزات برابر شوي دي.
  • ۲. د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د پرمختللو تجهیزاتو اخیستل.

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال فبروري: په ختیځ ولایت لغمان کې د سېلاب قول اردو له ځواکونو څخه د لیدنې په ترڅ کې، ولسمشر غني د افغان ځواکونو د تجهیزاتو له موضوع څخه یادونه وکړه او په دې اړه‎یې وینا وکړه. هغه د تجهیزاتو د کموالي په اړه وویل: " اجازه راکړئ ترڅو یو څه په ښکاره توګه ووایم چې د تجهیزاتو او وسلو هېڅ ډول کمښت به شتون ونه‎لري".

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال فبروري: حکومتي سرچینو د دې پخلی وکړ چې ولسمشر اشرف غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي وړاندیز دا چې له هند څخه دې درانه پوځي تجهیزاتد برابر کړي، وځنډاوه.
د هېواد د دفاع وزارت څرګنده کړې ده چې هغوی تر ډېره حده درنو وسلو ته اړتیا لري. د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري طلوع‎نیوز ته وویل: " موږ تر اوسه له هند هېواد څخه د ملي پوځ ځواکونو لپاره پوځي تجهیزات نه‎دي ترلاسه کړي".
هغه زیاته کړه: " زموږ ټول تجهیزات امریکايي دي، یوازې زموږ افسران او سرتېري هند هېواد ته د ترېننګ لپاره استول شوي دي".
په دې اړه، د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق څرګنده کړه چې کېدای شي حکومت خپل د اړتیا وړ وسلې له بلې سرچینې څخه چمتو کړي. هغه زیاته کړه: " که ولسمشر دا رد کړې ده، د دې امکان ځي ترڅو هغه د بلې سرچینې په اړه د تجهیزاتو او وسلو د برابرولو لپاره فکر کړی وي".

د طلوع‎نیوز له‎ لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. ولسمشر غني له هند څخه د جنګي وسلو د مرستې غوښتنه وځنډوله: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18152-president-ghani-suspends-karzais-request-for-indian-arms

۲. ولسمشر د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه په کتنه کې د دغو ځواکونو په لازیات چمتوالي ټینګار وکړ: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18077-ghani-promises-to-fully-equip-afghan-forces