سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د افغانستان په ټاکنیز نظام کې د بنسټیزو اصلاحاتو راوستل
د پرمختګ په حال کې
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۸ زمری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‎نیوز
د ژمنو شالید
په ټاکنو کې د درغلیو او د افغانستان په ټاکنیز نظام کې د بنسټیزو نیمګړتیاوو په اړه له تورونو او ادعا ګانو وروسته، دواړو ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله ژمنه وکړه ترڅو په دغه نظام کې اصلاحات رامنځته کړي؛ په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوړل د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه‎لیک یو له کلیدي برخو څخه ده. ولسمشر او اجراییه رییس هوکړه وکړه ترڅو د ټاکنیزو اصلاحاتو یو کمېسیون رامنځته کړي ترڅو د افغانستان په ټاکنیز نظام کې اصلاحات او بدلون رامنځته کړي. ټاکل شوې دغه اصلاحات د پارلماني ټاکنو څخه وروسته رامنځته شي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون جوړونه.
  • ۲. د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د اصلاحاتو په اړه سلامشورې یو ځای کوي او وړاندیز کوي.
  • ۳. د اصلاحاتو سلامشورې او وړاندیزونه ترسره شول.

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جنورۍ ۲۲: د اجراییه رییس د ویاند د مرستیال، جاوېد فیصل د ویناوو پر بنسټ د ملي یووالي حکومت مشرتابه هوکړه‎ کړې ده ترڅو د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون رییس، غړي او ټول کارکوونکي وټاکي. د ولسمشر غني حقوقي سلاکار، عبدالعلي محمدي په جون میاشت کې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د کار له پيل څخه خبر ورکړ.

د طلوع‎نیوز له‎خوا وروستي مالومات (http://www.tolonews.com/en/afghanistan/20139-ceos-office-says-electoral-reform-commission-to-start-work-by-weeks-end )

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مارچ ۲۱: د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړی کمېسیون د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مارچ په ۲۱ نېټه له ۱۵ تنه غړو سره د ولسمشر له‎خوا جوړ شو. که څه هم، د دغه کمېسیون پر ریاست د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ اختلافونو د دغه بنسټ د کار پيل وځندوه. وروستیو رپوټونو څرګنده کړه چې دغو مشرانو هوکړه وکړه ترڅو د دغه بنسټ رییس شکریه بارکزۍ بدله کړي او همداراز د دغه کمېسیون جوړښت ته بدلون ورکړي. دغه کمېسیون لا تر اوسه خپل کار نه‎دی پیل کړی.

د طلوع‎نیوز له‎خوا وروستي معلومات

۱. د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانګړي کمېسیون د جوړېدو لپاره د معکوسې شمېر پیل: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20139-ceos-office-says-electoral-reform-commission-to-start-work-by-weeks-end

۲. محمدي تر راتلونکې اوونۍ د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانګړي کمېسیون له رامنځته کولو څخه خبر ورکړ: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20056-electoral-reform-commission-decision-to-be-announced-next-week

۳. ولسمشر غني د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانګړي کمېسیون د تشکیل فرمان صادر کړ: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18714-special-electoral-reform-commission-announced

۴. ولسمشر: د ولسي جرګې ټاکنه د حکومت په وړاندې یوه ننګونه ده: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19634-parliamentary-a-serious-challenge-for-the-government-ghani

۵. د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانګړي کمېسیون د نوي رییس د معرفي لپاره د غني او عبدالله هوکړه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19156-president-ceo-agree-to-appoint-new-head-of-electoral-reform-commission

۶. محمد خان:که چېرې د حکومت مشران وغواړي کولای شي ډېر ژر د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون وروستی کړي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19649-khan-says-lack-of-political-will-behind-electoral-reform-impasse

۷. په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو په راوړلو کې له ځنډ څخه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال نیوکه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19570-ceos-first-deputy-blasts-electoral-reform-impasse

۸. ټاکنیز اصلاحات د غني د حکم په تمه؛ د مشرتابه تر منځ اختلافونه لاتر اوسه په خپل ځای دي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18950-ngu-leaders-still-split-over-key-electoral-reform-commission-issues

۹. د افغانستان راتلونکی سیاسي ټيکاو له ځنډ څخه پرته د ټاکنیزو اصلاحاتو په ګرو کې دی: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19606-calls-for-reform-parliamentary-increase

۱۰. توحیدي:د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړی کمېسیون کمزوری او مشورتي کمېسیون دی: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18855-electoral-reform-commission-has-only-advisory-role-member

اړوندې وېډیوګانې:

د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسیون له جوړېدو څخه د مدني ټولنې د اندېښنې زیاتوالی (۴:۳۸):  https://www.youtube.com/watch?v=NzTOtQSEmTE