د افغانستان ۴ لرغونې سیمې د نړۍ فرهنګي میراثونو نوملړ کې شاملوي
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
دوشنبه, ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۵
لیکل شوی طارق مجیدی
Caption of the photo here | Credited to photographer

د افغانستان د لرغونو سیمو د څلورو برخو نومونه د ملګرو ملتونو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شاملیږي.

د یونسکو د علمي، فرهنګي او روزنیزې برخې مشرې، ارینا بوکووا کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې نن جمعه( د غبرګولي۷مه) په هغه غونډه چې د کابل په بابر بڼ کې د لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه وویل، دغه بنسټ په پام کې لري تر څو د بامیانو د امیر بند، د کابل بابر بڼ، د هرات، او بلخ ښارونه د نړۍ په فرهنګي او لرغونو آثارو نوملړ کې شامل کړي.

د کابل بابربڼ د ملکې بڼ کې د افغانستان لرغونو توکو د ساتنې پر څرنګوالي خبرې وشوې. د افغانستان حکومت او د ملګرو ملتونو چارواکي په افغانستان کې د لرغونو توکو ساتنه جدي اړتیا بولي.

په دې مراسمو کې د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس او یوشمېر د بهرنیو هېوادنو سفیرانو ګډون کړی وو، دوی د افغانو عکاسانو له انځورونو د" پر هغه افغانستان چې تاسو ویاړ کوئ، موږ ته یې ښکاره کړئ" تر نامه لاندې پروګرام کې یې اخیستي وه لیدنه وکړه.

د یونسکو مشرې، ارینا بوکووا وویل:"موږ وه لیدل چې افراط‎پالو هڅه وکړه چې فرهنګ لمنځه یوسي، هغوی لرغونې آثار او د خلکو فرهنګي یووالی وګواښه، خو د هغوی دغه فکر ته باید په زیات علم او فرهنګ سره ځواب ورکړو او ځوانان باسواده کړو ځکه فرهنګي تنوع یو امتیاز دی."

په همدې حال کې، د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني هم د یونسکو او افغانستان ترمنځ د لرغونو توکو د ساتنې په برخه کې پر همکاریو ټينګار کړی دی.

ښاغلي غني ویلي دي:" فرهنګ اقتصادي پراختیا او هوساینه تضمینوي. په افغانستان کې ټیکاو کولی شي چې ډېر شمېر سیلانیان راجلب کړي. زه له یونسکو څخه په هره برخه کې له همکریو مننه کوم په ځانګړې توګه د پوهنې پراختیا په برخه کې."

ولسمشر د لرغونوتوکو د قاچاق په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه کار هېواد کې فرهنګي زیان رامنځته کړی دی.

ده زیاته کړه:" موږ د لرغونو توکو له قاچاق‎کوونکو ډېر زیان لیدلی دی. په نړۍ کې اوس فرهنګ او اقتصاد سره تړلې دي. موږ غواړو چې په لومړي ګام کې د هېواد لرغونې جوماتونه بیا ورغوو."

مېرمن بوکووا همداراز زیاته کړه چې لرغوني توکي یوازې کاڼي او لرګي نه دي، بلکې هغه موږ او راتلونکو نسلونو ته د هم‎پالنې پیغام لري.

دې زیاته کړه:"لکه څنګه چې مو وویل لرغونی میراث یوازې د کاڼو جوړول نه دي، بلکې پیغامونه دي. د فرهنګونو او فرهنګونو خبرې دي او په پای کې د صبر او درک د سولې او پخلاینې پیغام دی."

د افغانستان اجرائیه رئیس هم د لرغونو آثارو په ساتنه کې دحکومت د ژمنې خبره وکړه.

اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله وويل:"تاریخي آثار د افغانستان بله څېره موږ ته څرګندوي. په خواشینې سره چې د افغانستان ډېری خبرونه د تاوتریخوالیو په اړه دي، خوله دې سره جوخت په دغه هېواد کې ښه شیان په دې هېواد کې رامنځته کیږي. میلیونونه ځوانان اوسمهال په دغه هېواد کې زدکړې کوي څو هېواد کې تمدن او پرمختګ وکړي."

په دې وروستیو کې یونسکو له ناټو سره په همکارۍ د افغانستان له ډېرو لرغونو سیمو له سپوږمکې عکسونه اخیستي دي او ویل کېږي چې دا سیمې تر ډېره د دولت مخالفو وسله‎والو په لاس کې دي.

افغانستان د فرهنګي او لرغونو توکو په درلودو سره د سیمې غني هېواد بلل کېږي او دغې برخې ته پام‎لرنه کولی شي چې د ګرځندویي ښه عواید هېواد ته راولي.