سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1485ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د افغان ځواکونو کورنیو او د امنیتي ځواکونو د شهیدانو پاتې کسانو ته د ژوند د مناسب وضعیت برابرول او همداراز هغوی ته د روغتیايي خدمتونو برابرول
غیرفعال
سوله او امنیت
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې څرګنده کړه چې امنیتي ځواکونو ته د ژوند د مناسبو شرایطو برابرول به د هغه د حکومت یو له لومړیتوبونو څخه وي. هغه ژمنه وکړه ترڅو د سرتېرو کورنیو ته د ښارګوټي جوړونې بهیر برابر کړي ترڅو هغوی وکولای شي هلته ژوند وکړي، ماشومان ښوونځي ته واستوي او روغتیايي خدمتونو، اوبو او برېښنا ته لاسرسی ولري. همداراز ولسمشر ژمنه وکړه ترڅو داسې روغتونونه جوړ کړي چې د امنیتي ځواکونو د ټپيانو درملنه پکې وکړي او د دې ضمانت وکړي چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه کېږي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د افسرانو د کورنیو لپاره د امنو ښارګوټو پراختیا.
  • ۲. د امنیتي ځواکونو د درملنې لپاره پر ځانګړو روغتونونو پانګونه.
  • ۳. د دې د ضمانت لپاره چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه کېږي د پالېسیو او پروسیجرونو پراختیا او ترسره کول.

د وضعیت جزئیات: د دغې ژمنې په درشل کې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.