سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د امریکا له متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز هوکړه‎لیک لاسلیکول
لاسته راوړنې
سوله او امنیت
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
دوه اړخیز امنیتي هوکړه‎لیک یو سند دی چې په ۲۰۱۴ کال زېږدیز کال کې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان او امریکا تر منځ دوامداره پوځي اړیکې ټینګوي. د امنیتي هوکړه‎لیک د ډېر ژر لاسلیکولو لپاره د خلکو او د هغوی د مشرانو له ډېرو غوښتنو سربېره، ولسمشر حامد کرزي څرګنده کړه چې هغه غواړي د لویې جرګې د پرېکړو په اړه پوه شي او دغه هوکړه‎لیک به تر هغه چې امریکا د هغه غوښتنو ته رسېدنه ونه‎کړي، هغه به لاسلیک نه‎کړي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځینو نوماندانو د چهارشنبې په ورځ خبرې وکړې او پر حامد کرزي یې نیوکه وکړه چې ولې یې دغه هوکړه‎لیک لاسلیک نه‎کړ. د خپلو ژمنو په ډله‎ کې، دواړو ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ژمنه وکړه ترڅو دغه هوکړه‎لیک وروسته له دې چې د خلکو له‎خوا وټاکل شول، لاسلیک کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د دوه اړخیز امنیتي هوکړه‎لیک ترسره کول او لاسلیکول.

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال سپټمبر: له امریکا او ناټو سره امنیتي هوکړه‎لیکونه د نوي حکومت د ملي امنیت شورا له سلاکار حنیف اتمر، د امریکا سفیر جیمز کننګهم او په افغانستان کې د ناټو د استازي مورتېس جوشېمس له لوري، د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۳۰ نېټه لاسلیک شو.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

۱. امنیتي تړون له امریکا سره د افغانستان لپاره له ځان سره څه لري: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/16575-new-government-signs-bsa-and-sofa

۲. ولسمشریزو نوماندانو د امنیتي هوکړه‎لیک او کرزي په اړه خبرې وکړې: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/12889-presidential-candidates-speak-out-on-bsa-karzai

۳. د امنیتي هوکړه‎لیک د لاسلیک په اړه غوښتنې او د کرزي ټينګار: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/12889-presidential-candidates-speak-out-on-bsa-karzai