سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1214ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د بامیان له لارې د کابل او هرات تر منځ د ګردن دیوار لویې لارې نښلول
د پرمختګ په حال کې
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د ګردن دیوار لویه لاره د افغانستان د مرکزي سیمو له لارې کابل له هرات سره نښلوي. دغه د ختیځ او لوېدیځ لاره د ۷۰۵ کلیومتر اوږدوالي درلودونکې ده. دغه پروژه به د کابل-هرات لویه لاره ۴۰۰ کیلومتره لنډه کړي. نو له دې کبله، د دغه سړک د رغولو نېټه تېرو ۴۰ کلونو ته ورګرځي. په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت یوازې د لومړي پړاو لپاره یوه طرحه چې د میدان وردګ له لارې له کابل څخه تر بامیانه دی، بشپړ کړ. دغه حلقوي سړک د اصلي پروژې په شمول چې ۳۳۴۰ کیلومتره لویه لاره جوړوي، دی چې د کابل، مزار، هرات، کندهار، غزني او جلال آباد په څېر ۱۶ ولایتونه او ستر ښارونو سره نښلوي. ولسمشر غني ډ ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه وکړه چې د ګردن دیوار لویې لارې کار به بشپړ کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د ګردن دیوار لویې لارې د بشپړولو لپاره د خپرونو او بودیجو پراختیا
  • ۲. د ګردن دیوار لویې لارې بشپړول او د تګ راتګ او لېږدولو لپاره له هغې څخه ګټه اخیستل

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال جون: دغه پروژه د ۲۰۰۷ کال په نومبر میاشت کې پيل شوه او لاتر اوسه هم پر هغې کار روان دی. د دغې پروژې تړون د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې ساموان شرکت ته ورکړل شو.