سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د حیرتان، بلخ او شبرغان له لارې د کندز څخه تر آقینې د اوسپنې د پټلۍ جوړول
د پرمختګ په حال کې
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
ولسمشر غنی د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د اوسپنې یوه پټلۍ به جوړه کړي چې د فاریاب په شمال کې آقینه، اندخوی، کندز او بلخ به سره ونښلي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د اوسپنې د پټلۍ د جوړولو لپاره د خپرونو او بودیجه پراختیا.
  • ۲. د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پیل.
  • ۳. د اوسپنې د پټلۍ بشپړېدل او د خلکو، سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او نورو خدمتونو لپاره په هغه باندې د اورګاډو د فعالیت پیل.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال جنورۍ: د اوسپنې دا پټلۍ په فاریاب کې د آقینې بندر او اندخوی څخه د بلخ او کندز ولایتونو ته د لېږد په موخه رامنځ ته شوی. چې جوړول به یې ۲۰۰ میلیونه ډالره لګښت ولري. ترکمنستان د دې اوسپنې پټلۍ د کار د پیل لپاره لومړني ګامونه پورته کړي دي، لکه د ځمکې سروې، د لوژسټیکي مسایلو برابرول، او د دې پروژې نور اړین ۹۰ سلنه کارونه. د اوسپنې دا نوې پټلۍ به د آقینې، اندخوی، شبرغان، مزارشریف، کندز، او شیرخان بندر څخه تېره شي، خو داسې ویل کېږي چې کېدای شي دا پټلۍ له تاجکستان او چین سره هم ونښلول شي. داسې ویل کېږي چې د برښنا ستنې به هم د دغې پټلۍ د لارې په اوږدو کې ودرول شي.

۱. د آقینې بندر د اوسپنې پټلۍ د تمدید لپاره د ترکمنستان ژمنه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17943-turkmenistan-plans-to-extend-northern-railway-project-through-balkh-kunduz2