سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1302ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د خبریالانو د وژنې او ټپي کېدنې د قضیو د څېړلو بیا پیل
د پرمختګ په حال کې
سوله او امنیت
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
بې پولې خبریالان افغانستان ته د رسنیزې آزادۍ د ځانګړنو له لیده د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې په ۱۲۸ ځای کې ځای ورکوي او د هغوی په وړاندې د پراخ تاوتریخوالي په اړه خپله اندېښنه څرګندوي، په ځانګړي توګه د ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې (http://en.rsf.org/afghanistan-ghani-presidency-s-first-100-days-17-01-2015,47500.html). د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي، ټپي کولو او وژلو د پېښو څېړنه په هېواد کې له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ لپاره د ولسمشر غني د ژمنو یوه برخه وه.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د خبریالانو د وژنې او د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي سره اړوند قضیو بیا پيل.
  • ۲. د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو محکمه او نیول.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال نومبر: د باختر د خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم له لوی څارنوال سره په لیدنه کې له هغه څخه وغوښتل ترڅو د خبریالانو د وژنې د ۴۳ پېښو په اړه څېړنه وکړي. (http://www.bakhtarnews.com.af/eng/politics/item/15218-gen-dostum-instructs-ag-to-prosecute-murder-cases-of-43-journalists.html)
د دغو دوسیو په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی خپور شوی.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. توحیدي: په افغانستان کې ۸ خبریالان په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې وژل شوې دي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17674-8-journalists-killed-in-2014-in-afghanistan-nai

۲. د افغان خبریال له وژل کېدو څخه وروسته د طالبانو پر رپوټونو نشراتي بندیز: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/14286-afghan-journalists-boycott-coverage-of-taliban-after-reporters-killing