سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1422ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د خوست-غلام خان سړک بیارغونه
د پرمختګ په حال کې
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د غلام خان لویه لاره د کندهار له سپین بولدک او د ننګرهار له تورخم څخه وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ دریمه اړینه سرحدي لاره ده. دغه ۳۲ کیلومتري لاره د خوست ښار له غلام خان سره، د پاکستان په پوله کې امنیتي تم‎ځای نښلوي. د دغې لویې لارې د جوړولو کار د ۲۰۱۳ کال په دسمبر میاشت کې پيل شو. د دغې پروژې بشپړېدو ۱۷ میاشتې ونیولې چې ۱۰.۵ میلیونه ډالره لګښت لري او د امریکا له لوري تمویلېږي: (http://wadsam.com/afghan-business-news/work-on-major-highway-in-khost-province-begins-232/) ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه وکړه چې د هغه د حکومت پر مهال به د خوست-غلام خان پر سړک کار بشپړ شي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. هغه رپوټونه چې د خوست-غلام خان سړک د بیارغونې په کار کې له پرمختګ څخه خبرې کوي.
  • ۲. د خوست-غلام خان سړک کار بشپړ شو او د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شو.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال جون: د امریکا د متحده ایالاتو پراختیايي بنسټ د ۲۰۱۴ کال د جولای په میاشت کې شتون لري د دغه سړک د وروستي پړاو بشپړونه‎یې په غاړه واخیسته چې د دغه (۶۵ کیلومتري) لویې لارې د ۲۵ کیلومترو رغونه پکې شاملېږي. د دغې پروژې لومړیتوبونه، د استنادي دېوالونو، کارېزونو او پلونو جوړونه له ځانه سره لري. د دغه سړک د ساتنې خپرونې اجازه ورکوي ترڅو په ژمي کې له هغې څخه په دوامداره توګه کار واخیستل شي. د دغې پروژې د ودانیز کار د بشپړولو لپاره مهال وېش د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر میاشت ده. (http://www.usaid.gov/news-information/fact-sheets/gardez-khost-national-highway-nh08)