سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1538ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د راتلونکو پنځو کلونو په ترڅ کې د کورنیو بې‎ځایه شویو کسانو د کړکېچ هوارول
غیرفعال
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۸ زمری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
ولسمشر غني له ټاکنو څخه وړاندې په خپلې یوې بیانیه کې ژمنه وکړه ترڅو د لاندو نوښتونو له لارې د کورنیو بې‎ځایه شویو کړکېچ ته رسېدنه وکړي: "۱. د شپږو میاشتو په ترڅ کې به د بې‎ځایه شویو کسانو له شمېرو څخه یوه بشپړه سروې چمتو کړو. په دغې سروې کې به، د بې‎ځایه شویو کورنیو او کسانو څرګندې ځانګړنې لکه عمر، جنس، د استوګنې ځای او له اصلي ځای څخه د بې‎ځایه کېدو لامل ثبت شي. ۲. دوهمه سروې به د هغوی د استوګنې په اصلي سیمه کې په لاره واچو ترڅو دا څرګنده کړو چې چا د هغوی ملکیت نیولی دی او د هغوی د ملکیت ځانګړنې څه دي. په مساویانه توګه، د ځانګړنو د پوهېدو او د بې‎ځایه شویو کسانو لپاره د نوي استوګنځای په شرایطو د پوهېدو په موخه، او د هغوی د اصلي استوګنځای په سیمو کې د دولتي ملکیتونو او د هغوی د اوسني استوګنځای په سیمو کې چې حکومتي ملکیتونه شتون لري سروې او راجستر شي. د دغو سروې ګانو پر بنسټ، د بې‎ځایه شویو کسانو لپاره به یوه څرګنده او پر وخت خپرونه طرحه شي او له لاندې ټاکنو څخه به یوه د لاسرسۍ وړ وګرځي: الف. بې‎ځایه شوي کسان او یا کورنۍ به د نویو پروژو له لارې په اوسني استوګنځای کې پاتې شي. ب. بې‎ځایه شوي کسان او یا کورنۍ به د نویو پروژو له لارې خپل اصلي استوګنځای ته ستانه شي. سربېره پر دې، په کرنیزو پروژو کې چې د حکومتي ځمکو د خړوبولو له لارې به رامنځته شي، د لومړیتوب حق به بې‎ځایه شویو کسانو ته ورکړل شي ترڅو ځمکه ترلاسه کړي او کار وکړي. تر اوسه، بې‎ځایه شوي کسان د یوه اوږ بهیر له امله بې‎ځایه شوي دي او د اړتیا وړ خدمتونه، په ځانګړي توګه د هغوی د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې، روغتیايي خدمتونو او نورو خدمتونو د فرصت په څېر بنسټیزې اړتیاوې برابرې شي. همداراز، حکومت به د مسلکي مهارتونو په برخه کې د بې‎ځایه شویو کورنیو ځوانو کسانو ته روزنیز فرصتونه رامنځته کړي ترڅو له هغوی سره مرسته وکړي ترڅو ښه عاید ولري او یو منظم ژوند ولري". (بدلون او دوام: یوه بیانیه، انګرېزۍ نسخه)

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د بې‎ځایه شویو کسانو د نفوس د سروې په لاره اچول.
  • ۲. د بې‎ځایه شویو کسانو د استوګن کولو لپاره د نوښت ترسره کول او پراختیا.
  • ۳. خپلواک رپوټونه چې د بې‎ځایه شویو کسانو د شمېرو د کموالي ښکارندویه وي.

د وضعیت جزئیات:
د دغې ژمنې په درشل کې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.