د ستراتېژیکو مطالعاتو نوې څېړنه:۷۰ سنله خلک د سولې خبرې اترې ناکامه بولي
سوله او امنیت
سه شنبه, ۰۳ وری ۱۳۹۵
وروستي جزئیات سه شنبه, ۰۳ وری ۱۳۹۵
لیکل شوی TOLOnews
د سولی عالی شورا غړي در یو خبرې ناستې پر مهال

د افغانستان د ستراتېزیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ د نوې څېړنې له مخې،څه باندې ۷۰ سلنه خلک له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې اترې ناکامه بولي.

د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټېټوټ د څېړنو له مخې چې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې ترسره شوې څه د پاسه ۷۰ سلنه ځواب ورکونکي د سولې خبرې ناکامې بولي.

د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټېټوټ غړي ابراهیمي وویل: "د ټولو پوښتل شویو کسانو له ډلې ۷۰،۶ سلنو ویلي دي چې د افغانستان د سولې خبرې اترې له پیله تر پایه ناکامې وې".

د خلکو د حقونو پر سر معامله کول، د سولې نه ټینګېدل، د سولې په خبرو کې د روڼتیا نشتوالی، د ښځو حقونو او اساسي قانون ته بې پامي په دغو خبرو کې د خلکو مهمې اندېښنې دي.

د ستراتېژیکو مطالعاتو د انسټېټوټ غړي کریمي په دې اړه زیاته کړه: "۶۲ سلنه ځواب ورکوونکو د سولې په خبرو اترو کې د ښځو ونډه اړینه ګڼلې ده او ۶۰ سلنه ځواب ورکوونکي په دې باور دي چې له طالبانو سره له سولې څخه وروسته د ښځو اوضاع خرابېږي".

په دغه نظرپوښتنه کې ځواب ورکوونکي پراخ فساد، کمزوری دولت، د طالبانو فعالیتونه، بې وزلي او نالوستي، سیمه‎يیز زورواکي او د نشه‎يي توکو مافیا په هېواد کې د سولې د ټینګښت په وړاندې اصلي خنډونه ګڼي.

خو د سولې عالي شورا د سولې په خبرو کې د خلکو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي.

د سولې عالي شورا غړي عطاء الرحمان سلیم په دې اړه څرګنده کړه: "داسې سوله غواړو چې د ټولو هېوادوالو حقونه په کې خوندي شي او ټول هېوادوال په هغې کې ونډه ولري؛نه داسې سوله چې بیا د جګړو لامل شي".

د سولې د عالي شورا غړې حبیبې سرابي داسې باور لري: "د سولي عالي شورا د ۱۴ کال د ټولو لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او د بیان آزادۍ پر خونديتوب ژمنه ده".

دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د سولې د خبرو د پيلولو لپاره هڅې روانې دي او ویل کېږي چې د مارچ میاشتې تر وروستیو پورې به د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو وخت او ځای روښانه شي.