د سترو اقتصادي پروژو د اجرا لپاره د حکومت په توانمندۍ کې ابهام
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
جمعه, ۲۳ سلواغه ۱۳۹۴
وروستي جزئیات جمعه, ۲۳ سلواغه ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

د ټاپي،کاسا زر او ټوټاپ پروژې د ملي یووالي حکومت له سترو اقتصادي پروژو څخه دي چې د دغو پروژو عملي کېدل به د حکومت لپاره ستره اقتصادي ګټه رامنځته کړي. خو په بغلان کې د وارداتي برېښنا د پایو له نسکورېدو څخه وروسته ډېری کار پوهان د دغو پروژو د نه عملي کېدو له احتمال څخه اندېښمن دي.

کاسا زر


کاسازر پروژه تېر کال د پاکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې به تاجکستان، افغانستان او پاکستان ته له قرغزستان څخه د برېښنا لېږد پیل شي.

له قرغزستان او تاجکستان څخه د کاسا زر د پروژې لاره له مزارشریف ښار، دوشي، پنجشیر، پروان، کابل، لته بند، خوگیاڼیو او تورخم څخه په تېرېدو پېښور ته رسېږي.

حکومت وايي چې د کاسا زر پروژې کار به په راتلونکي پسرلي کې پيل شي او تر ۲۰۱۸ زیږدیز کال پورې به دا پروژه ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي په دې اړه څرګنده کړه: "موږ هیله من یوو چې دغه پروژه په تاجیکستان کې د مۍ په میاشت کې پرانیستل شي؛تراوسه ډېر کارونه ترسره شوي دي او تر ۲۰۱۸ زیږدیز کال پورې په بشپړ شي".

د ټوټاپ پروژه

ټوټاپ د افغانستان د برېښنا یوه بله مهمه پروژه ده، دغه پروژه د ترکمنستان د برېښنا مزي د ازبکستان، تاجیکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته ېږدوي.

د برېښنا دغه لیکه په تاجکستان کې له سنګ توده څخه پيلېږي، شیرخان بندر ته نږدې افغانستان ته راځي، له کندز، بغلان او پلخمري ښارونو په تېرېدو په دوشي کې د هندوکش غرونو ته ورځي.

برېښنا شرکت وايي چې د دغې پروژې لومړني کارونه ترسره شوي .

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په دې اړه ټينګار وکړ:"په ارغني کې دوه سب اسټېشنونه د جوړېدو په حال کې دي. او په کندهار،لوګر او پکتیا کې پایې جوړې شوې دي او د تړون پر بنسټ په غزني کې کار جریان لري او وروسته به په سید آباد او زابل کې پیل شي".

د ټاپي پروژه

تاپي پروژه هم د افغانستان په تاریخ کې د انرژۍ د ترانزیت ترټولو لویه پروژه بلل کېږي چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. دا پروژه له هرات، فراه، هلمند، کندهار نیمروز څخه د پاکستان کوټې ته غځول کېږي.

د اوبو او برېښنا وزارت د کاسا زر او تاپي پروژو لګښت کابو یو میلیارد ډالر ګڼي او زیاتوي د دغو پروژو لګښت د نړیوال بانک، اسلامي پراختیا بانک او اسیايي بانک لخوا ورکول کېږي. خو د دغو پروژو د امنیت د ساتلو په اړه ډېرې اندېښنې شته.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي په دې اړه وویل: "امنیت د پروژو په عملي کېدو کې مهم فکټور دی او پر پروژو منفي اغېزه کوي، خو حکومت ژمنه کړې ده چې امنیت تأمین وي او په دغو پروژو کې یوازې افغانستان نه دی بلکې د سیمې هېوادونه هم دخیل دي او د سیمې د ټیکاوی پر ګټه دی چې دغه پروژې ژر تر ژره عملي شي".

خو په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره دغه تړونونه لویې لاس ته راوړنې ګڼي، کارپوهان وايي چې دا پروژې له سیاسي ستونزو سره مخامخ دي او هېڅکله به عملي نه‎شي.

استاد مسعود د اقتصادي چارو کارپوه روښانه کړه: "حکومتونه نه دي توانېدلي چې دغه پروژې عملي کړي؛ حکومت په بغلان کې د برېښنا د یوې پایې امنیت یې ټینګ نه شو کړای، د پروژو پایې خو به هېڅکله نه شي کولای. دا پروژې په څرنګه عملي شي".

د دغو پروژو په عملي کېدو سره به افغانستان ته په میلیونونه ډالر ګټه ورسېږي همداراز په د دغو پروژو له ګاز او برېښنا څخه افغانستان ګټه پورته کړي او د زرګونو کسانو لپاره به د کار زمینه برابره شي.