اسد
۲۱
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
318
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د سراسرۍ سرشمېرنې ترسره کول
د پرمختګ په حال کې
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
افغانستان د نفوسو په اړه د کره مالوماتو له نه‏شتون څخه کړېږي، چې حکومت، مدني ټولنې او نړیوالې ټولنې ته‎یې ستونزې جوړې کړې دي ترڅو ټولنیزې خپرونې هغه ته په کتو سره په لاره واچوي. همدارنګه ویل کېږي چې د سرشمېرنې معلومات به د ټاکنو لړۍ هوسا کړي او په دې لړۍ کې به د درغلۍ څخه مخنیوی وکړي. د افغانستان وروستۍ سر شمېرنه په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې ترسره شوې وه چې د افغانستان نفوس یې کابو ۱۵ میلیونه اټکل کړی وو؛ خو اوس د هېواد نفوس له ۳۰ میلیونو څخه زیات اټکل کېږي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د سراسرۍ سرشمېرنې لپاره د خپرونو او بودیجې پراختیا.
  • ۲. د سراسرۍ سرشمېرنې دوام.
  • ۳. د سرشمېرنې خپرول او هغه ته د خلکو لاسرسی.

د وضعیت جزئیات:
د ۲۰۱۴ میلادي کال دسمبر: د افغانستان د نفوسو د ثبت او احوال قانون د ولسي جرګې له خوا تصویب او د ولسمشر غني له لوري لاسلیک (توشیح) شو. له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې، همایون محتاط د سرشمېرنې ملي پروژې رئیس وویل چې د افغانستان ۷۰سلنه نفوس به سروې (وکتل) شي.  (http://www.nytimes.com/2014/12/11/world/asia/for-afghans-name-and-birthdate-census-questions-are-not-so-simple.html)