سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1540ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د سولې د پروسې په اړه د پرېکړو نیولو د بهیر په ټولو کچو کې د ښځو شاملول
د پرمختګ په حال کې
سوله او امنیت
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د سولې د رامنځته کولو او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه، ولسمشر غني ژمنه وکړه ترڅو ښځې په دغې پروسه کې شاملې کړي او دا یې رد کړه ترڅو د هغوی پر ټولنیزو آزادیو چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال راهیسې ترلاسه شوي دي، معامله ونه‎کړي. ټاکل شوې ده د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې سږ کال په دوحه کې په لاره واچول شي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د سولې په خبرو اترو کې د افغان ښځو د شمېر زیاتوالی.
  • ۲. د سولې په عالي شورا کې د ښځینه استازو د شمېر زیاتوالی.

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال جون: په روانې اوونۍ کې د اجراییه رییس د دوهم مرستیال محمد محقق په مشرۍ له شپږو غړو څخه جوړ یو پلاوی د ناروې پلازمېنې اوسلو ښار ته سفر وکړ ترڅو د سولې په اړه د طالبانو له استازو سره خبرې اترې وکړي. دغه لیدنه د سولې د ټوله‎ییزو خبرو اترو د وړتیا په اړه د خبرو اترو په موخه په لاره اچول شوې وه. د ښځو چارو پخوانۍ وزیره، حسن بانو غضنفر د دغه شپږ کسیز پلاوي غړې وه، خو دغه خبرې اترې په رسمي توګه نه‎وې په لاره اچول شوې.
ځینو ملي او نړیوالو بنسټونو د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل ترڅو دا تضمین کړي چې د افغانو ښځو غږ د سولې په خبرو اترو کې لوړېږي او افغانې ښځې په دغې پروسه کې شاملېږي.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

د حکومت په استازيتوب یو شپږ کسیز پلاوی د سولې د ناستې د حضور لپاره اوسلو ته ولاړ: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20037-taliban-government-peace-delegations-hold-talks-in-norway

افغان حکومت د اوسلو په ناسته کې له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرې اترې رد کړې: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20069-afghan-government-rejects-peace-talks-with-taliban-in-norway

د ښځو د حقونو فعالین: ښځې د سولې په بهیر کې څه ونډه لري؟: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18394-womens-rights-activists-stress-preservation-of-progress-in-peace-talks

قطر د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو له کوربه‎توب څخه خبر ورکړ: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19352-doha-confirms-hosting-of-peace-talks-between-afghan-govt-and-taliban

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر رونټيا د ولسمشر غني ټينګار: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18284-ghani-prepares-for-peace-talks-with-taliban-leadership-in-coming-weeks