سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د سپین بولدک ولسوالۍ ته د کندهار له مرکز څخه د اوسپنې پټلۍ جوړول
د پرمختګ په حال کې
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
له کندهار څخه سپين بولدک ته د اوسپنې پټلۍ لار له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو او لېږدولو د پياوړي کولو په موخه ده. د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې چمن-سپين بولدک لاره به د کندهار ښار په لور له ۸۰ تر ۱۰۰ کیلومټرو وغځول شي. ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه وکړه چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال به د کندهار-سپين بولدک د اوسپنۍ پټلۍ لار بشپړه کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د کندهار-سپين بولدک د اوسپنې پټلۍ لاره بشپړول.
  • ۲. اورګاډي د خلکو او وسایلو د لېږدونې لپاره وکارول شول او د کندهار-سپين بولدک د اوسپنې پټلۍ پر لاره‎یې کار پيل کړ.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال مې: سپين بولدک په هېواد کې د سوداګریزو توکو د واردولو او صادرولو لپاره له اړینو ټکو څخه دی. د وېش (سپين بولدک) او کندهار تر منځ د ۹۴.۵ کیلیومتره د اوسپنې پټلۍ لارې جوړول به د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه ښه ترانزېتي لاره وي. دغه پروژه به د دغې سیمې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي، او له افغانستان سره به په دوامداره اقتصادي وده کې مرسته وکړي. ټاکل شوې ده دغه پروژه د ۲۰۱۷ کال په پای کې بشپړه شي. (http://afra.gov.af/en/page/projects/future-projects)