- ۱. د افغانستان حکومت او د سیمې د حکومتونو تر منځ د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې میاشت: د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست او د پاکستان استخباراتي سازمان یا آی اس آی یو هوکړهلیک لاسلیک کړ چې دواړو هېوادونو ته اجازه ورکوي ترڅو له یو بل سره نږدې د ترهګرۍ پر ضد کار وکړي، چارواکو د دې پخلی کړی دی. که څه هم له دغه هوکړهلیک سره د خلکو او سیاستوالو له لوري د پراخ مخالفت څخه وروسته، د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وویل چې د پاکستان له استخباراتي سازمان سره دغه لاسلیک شوی هوکړهلیک عملي نهدی او کېدای شي دغه هوکړهلیک د کارپوهانو د یوې ډلې لهخوا وڅېړل شي او دغه ډله به د خپل کار پایله په مستقیمه توګه ولسمشر ته رپوټ کړي.
د طلوعنیوز له لوري وروستي مالومات
د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل میاشت: د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان د ولسمشر او د ایران د ولسمشر په شتون کې د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تر منځ لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ د همکارۍ او د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت او د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت تر منځ د علمي همکارۍ په شمول دی. (http://president.gov.af/en/news/44773)
د طلوعنیوز له لوري وروستي مالومات
د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل میاشت: ولسمشر غني هند ته د خپل درې ورځېني سفر په ترڅ کې، ژمنه وکړه ترڅو له نوې ډهلۍ سره اوږد مهاله همکارۍ ولري. د هند صدراعظم نرندرا مودي هم څرګنده کړه چې هند چمتو دی ترڅو له افغانستان او پاکستان سره د اقتصادي او سیمهییزې همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.
د طلوعنیوز له لوري وروستي مالومات
د ۲۰۱۴ کال اکټوبر میاشت: ولسمشر غني خپل لومړنی نړیوال سفر له چین څخه پیل کړ ترڅو هلته د اقتصادي همکاریو او همداراز له طالبانو او پاکستان سره د امنیتي موضوعګانو په اړه، خبرې اترې وکړي. د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل په ۱۹ نېټه، ولسمشر غني او د ټولګټو وزارت وویل چې ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ یو چینايي پلاوی کابل ته راشي ترڅو د خپرونو په اړه خبرې اترې وکړي ترڅو د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د ورېښمو نوې لار رامنځته کړي.
د طلوعنیوز له لوري وروستي مالومات
د ۲۰۱۴ کال نومبر: ولسمشر اشرف غني له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره لیدنه وکړه چې د هغې په لړ کې دغو دوو مشرانو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې. ولسمشر غني په دغې لیدنه کې د کابل او اسلام آباد تر منځ د امنیتي او دفاعي پرمختللو اړیکو پر اړتیا ټینګار وکړ. د ولسمشرۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، ولسمشر غني او د پاکستان د مالیې وزیر اسحق دار هوکړه وکړه ترڅو د سوداګرۍ کچه له ۲.۵ میلیارده امریکايي ډالرو څخه ۵ میلیارده امریکايي ډالرو ته ډېره کړي.
د طلوعنیوز له لوري وروستي مالومات
اړوند رپوټونه:
۱. د افغانستان او پاکستان تر منځ په استخباراتي تړون کې د بحث وړ موارد څېړل کېږي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19671-govt-to-review-controversial-nds-isi-mou
۲. د پاکستان له استخباراتي سازمان سره د افغانستان د استخباراتي اطلاعاتو هوکړه لیک: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19576-nds-and-isi-sign-mou
۳. ولسمشر غني په اسلام آباد کې د پاکستان له ولسمشر سره لیدنه وکړه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17128-ghani-meets-pakistani-counterpart-talks-cooperation
۴. غني نوي ډهلې ته د اوږد مهاله همکاریو ژمه ورکړه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19279-ghani-pledges-long-term-cooperation-with-delhi
۵. ولسمشر :افغانستان باید به نړۍ کې د اقتصادي فعالیتونو مرکز وپېژندل شي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/16931-ghani-delivers-speech-in-beijing-on-silk-road-regional-cooperation
۶. د ورېښمو د واټ د جوړولو د خبرو اترو په تړاو به ډېر ژر چینايي پلاوي کابل ته راشي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19138-ghani-awaits-chinese-delegation-for-silk-road-support
۷. د ایران د بهرنیو چارو وزیر تهران ته د سفر لپاره د ولسمشر غني څخه د بلنې په موخه کابل ته راځي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17841-iran-to-invite-ghani-on-kabul-tehran-security-pact