سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1538ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د شتمنیو د ثبتولو لپاره د لوړپوړو چارواکو غوښتنه
د پرمختګ په حال کې
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
" ویل کېږي چې افغانستان په نړۍ کې یو له ډېرو فساد لرونکو هېوادونو وي. د شتمنیو په ثبتولو کې کمزوري یو له هغو لاملونو څخه دی چې د مرسته شویو پیسو او د دولت په سرچینه کې د اختلاس زمینه برابروي. له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو ثبت ګټور دی. د دغه بهیر په کره او منظمه توګه پلي کونه کولای شي له اداري فساد او ناقانونه شتمنیو له پېژندلو سره د مبارزې په درشل کې یوه ګټوره وسیله‎ وي". (http://www.iwaweb.org/tmaf/docs/policy_brief_on_asset_and_access_to_info.pdf) د اساسي قانون د ۱۵۴ مادې پر بنسټ، د ولسمشر، د ولسمشر د مرستیالانو، وزیرانو، د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ غړو شتمنۍ د خدمت له پېر څخه وړاندې او وروسته، د هغه ارګان له لوري چې په قانون کې ټاکل کېږي، ثبت، رسېدنه او خپرېږي. له ټاکنو څخه وړاندې بیانیه‎ کې، ولسمشر غني ژمنه وکړه ترڅو د حکومت د ټولو لوړپوړو چارواکو شتمنۍ ثبت کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د جایدادونو د ثبت او تایید نظام پر خپل ځای دی.
  • ۲. یو شمېر لوړپوړو چارواکو خپلې شتمنۍ ثبت کړې.
  • ۳. د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو ثبت د عامه‌وو په لاسرسی کې دی.

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال جون: د جمعې په ورځ د چارواکو په وینا، ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د کابینې ۱۴ تنه غړو له اداري فساد سره د مبارزې لویې ادارې سره تر اوسه خپلې شتمنۍ نه‎دي ثبت کړي.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ مارچ: د ټولو پخوانیو امنیتي چارواکو له ډلې، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ټولګټو پخواني وزیر نجیب‎الله اوژن د خپل کاري پېر له پای څخه وروسته له اداري فساد سره د مبارزې لویې ادارې ته د خپلو شتمنیو په اړه حسابي ورکړه.
له اداري فساد سره د مبارزې ادارې چارواکو ویلي دي چې ډېریو حکومتي لوړپوړو چارواکو د خپل کاري پېر په لومړي سر کې تقلبي شتمنۍ ثبت کړي دي او هغوی له خپل پېر څخه وروسته د خپلو شتمنیو په اړه حسابي نه‎ده ورکړې.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. فخري: لوړپوړو دولتي چارواکو تر اوسه خپلې شتمنۍ نه‎دي ثبت کړي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20297-top-government-officials-yet-to-register-assets