د غوراوي پر کمېټې د حکومت د نفوذ له امله نیوکې
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکل شوی نیلوفر لنگر
Caption of the photo here | Credited to photographer

پر ټاکنو د څار بنسټونه د غوراوي په کمیټه کې د حکومت له نفوذه نیوکه کوي او وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره د غوراوي کمېټې په خپلواکه توګه کار نه دی او حکومت د دغې کمېټې په پرېکړو کې ونډه لرلې ده.

دغه بنسټونه وايي چې دغې کمېټې له همغه پایله یوه ناخپلواکه او غیررڼه اداره وه او اوس د دغې کمېټې له خوا معرفي کړل شوی نوملړ د دې ښودنه کوي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره هېڅ ګام نه دی پورته شوی.

هغوی همدارنګه د دغې کمېټې له خوا د کسانو د ګمارنې د څرنګوالي په اړه څارونو او رسنیو ته د مالوماتو پر نه لاسرسي نیوکه کوي.

د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده وویل:«له هغې ورځې چې غوښتونکو خپل غوښتنلیکونه استولي،د غوراوي کمېټې له خوا غوښتوونکو،څارونکو،رسنیو، ګوندونو او سیاسي ټلوالو(ائتلافونو)ته هېڅ ډول مالومات نه دی ورکړل شوی. که‎څه هم موږ وړاندیز وکړ چې د غوښتوونکو نوملړ خپرو کړي ترڅو په دغو کمېسیونونو کې د غړي توب لپاره غوښتونکي ډاډه شي چې غوښتنلیکونه یې رسېدلي دي.»

په همدې حال کې د افغانستان د نوین ملي جبهې رییس وايي چې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونه هېڅکله هم خپلواک نه وو.

د افغانستان د نوین ملي جبهې رییس انوار الحق احدي څرګنده کړه:«د ټاکنو کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هېڅکله خپلواک نه وو بلکې د ولسمشرۍ ماڼۍ یو دفتر دی. او له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه چې هر امر شوی دی پلی کړی.ولسمشرۍ ماڼۍ څو نه ټاکي چې د ولسمشرۍ امر ونه مني.»

خو د غوراوي کمېټې غړي دا ادعاوې د شخصي اختلافونو له امله بولي.

په ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې دغو کمېسیونونو لپاره د ثبت شویو نومونو ګسانو لخوا له سلو ډېر شکایتونه یې ثبت کړي دي خو د غوراوي کمېټې دا شکایتونه له پامه غورځولي دي حکومت په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.