د غوراوي کمېټې د غړیتوب غوښتونکي د غړیو د ټاکنو بهیر روڼ نه بولي
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکل شوی انیسه شهید
Caption of the photo here | Credited to photographer

د ټاکنیزو کمیسیونو د غړیتوب لپاره یو شمېر رد شوي نوماندان د غوراوي کمیټې کارونه روښانه نه ګني او وايي چې د غوراوې کمېتې له غوښتونکو سره سلقه‎يي چلند کړی دی.

د فیفا رئیس، نعیم‎ایوب‎زاده وايي:«د کمېتې په میکانیزم کې د شکایتونو د څېړنې او ثبت برخه نشته او کله چې داسې څه نه وي نو د بهیر رڼښت له پوښتون سره مخامخ کېږي.»

پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو په وینا له ۷۲۲ تنو چې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړیتوب لپاره نوماند وو، له دې ډلې کابو سلو کسانو د ټاکنو د بهیر نه رڼوالي په اړه شکابتونه ثبت کړي دي.

د پوهنتون استاد، ډاکټر حبیب پنجشېري څرګندوي:«زه په دې بهیر کې روڼتیا نه وینم. سلیقې په پام کې نیول شوې دي او یا هم د سیاسي مشرانو تر هوډ لاندې ویل شوي دي چې څوک باید په نوملړ کې ووسي.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د غوراوي له کمیټې غواړي تر څو د هغو کسانو په اړه رسنیو ته پوره مالومات ورکړي چې ولسمشر ته یې ورپېژندلي دي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون غړی، صدیق‎الله توحیدي وايي:«کمېټه باید دټولو هغو کسانو چې ولسمشر ته ورپېژندل شوي دي، ځانګړنې، لاسته راوړنې او معیارونه خپاره کړي او که نه نو دا ډول تورونه به پرې وي.»

خو د غوراوي د کمیټې غړي وايي د هغو کسانو د نه غوره کیدو لاملونه چې په دې نوملړ کې نه دي راغلي ډېر ژر خپاره شي.

په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال، شاه‎حسین مرتضوي وايي چې ښايي دټاکنیزو کمېسیونونو دغړي به د همدې اوونۍ په پای کې و‎پېژندل شي.

دی زیاتوي:«ولسمشر پر دې نوملړ کار کوي او ښايي د همدې اوونۍ تر پايه پورې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي معرفي شي.»