د غوراوي کمېټې نوملړ ته د ټاکنیزو کمېسیونونو د کارکوونکو لار پیدا کولو په اړه اندېښنې
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکل شوی طارق مجیدی
Caption of the photo here | Credited to photographer

د ټاکنو څار بنسټونه وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونو په وروستي شوي نوملړ کې هغو څېرو لار موندلې چې په تېرو ټاکنو کې پر درغلیو تورن دي. دا بنسټونه وايي چې د یادو څېرو په ټاکنه کې سیاسي فشارونو ونډه درلوده.

د غوراوي د کمیټې لخوا د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره له ۳۶ وړاندیز شویو کسانو څخه څو تنه په ټاکنیزو کمیسیونونو کې دکار مخینه لري.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رئیس، نعیم ایوب‎زاده څرګندوي:«معاملې لامل شوي دي چې په ټاکنیزو درغلیو کې مهم تورن کسان په دې نوملړ کې ځای کړی شي او وړتیا په پام کې نه ده نیول شوې.»

که څه هم حکومت اعلان کړی وه چې د تېرې اوونۍ ترپایه به د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو وروستی نوملړ جوت شي خو تراوسه په دې اړه د ولسمشرۍ او سپيدار ماڼیو ترمنځ خبرې روانې دي.

د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د غوراوي کمیټه وايي د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیتوب لپاره دغه نوماندان د وړتیا له مخې غوره شوي خو دا مني چې په دوی کې قومي انډول هم په پام کې نیول شوی دی.

د غوراوي کمېټې غړی، یوسف رشید څرګندوي:«زموږ لپاره د ټاکنو قانون دوه مورده په یوه وخت کې ځانګړې کړې دي چې هم وړ کسان غوره کړو او هم قومي جوړښت په پام کې ونیسو. دې خپله زموږ ماموریت ستونزمن کړی دی.»

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي هم وايي که په ټاکنو کې یو ځل بیا درغلي تکرار شي افغانستان به له اوس څخه له لازیاتو ستونزو سره مخامخ شي.

د مشرانو جرګې غړی، ګل‎احمد اعظیمي څرګندوي:«حکومت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د ټاکنو وخت دې اعلان کړي او د ټاکنو په ټولو برخو کې دې رڼښت په پام کې ونیسي.»

د مشرانو جرګې غړې، نبیه مصطفی‎زاده زیاتوي:«لکه څنګه چې نوم یې د ټاکنو خپلواک کمېسیونونه دي، نو باید چې نوي غړي یې هم خپلواکه او رڼه ووسي.»