د غوراوي کمېټې وروستی نوملړ ولسمشر ته وسپارلو
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکل شوی شریف امیری
Caption of the photo here | Credited to photographer

د اکنو خپلواک کمېسیون د غوراوي کمېټې غړي وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو نوملړ یې ولسمشرۍ مانۍ ته سپارلی دی.

دغوراوی کمټې غړي له ۳۰کاري ورځو وروسته وايي چې وایې چې هیله‎من دي ترڅو د ټاکنیزو کمیسیونو د غړو په ټاکلو سره د ټاکنیزو کمېسیونو د مدیریت ځیني ننګونې له منځه ولاړی شي.

دي کميـټې له ۳۰ کاري وروځو وروسته له کابو ۷۰۰ غوښتونکو څخه ۲۱ د تنه د ټاکنو خپلواک او ۱۵ نور د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د غړیتوب لپاره ټاکلي اونومونه یې ولسمشر ته استولي.

د غوراوي کمېټې غړی، یوسف رشید څرګندوي:«هیله ده چې نوي کمېشنران له سالم مدیریت او بې‎پري توب سره د خلکو باور ترلاسه کړي.»

خو پر ټاکنو د څارونکو ادارو یوه نیوکه دا ده چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د نوماندانو نوملړ د غوراوي د کمیټې د کار له پاي ته رسیدو وروسته باید اعلان شوی وی.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ غړی، شاه‎محمود مل وايي:«د غواري کمېټه مخکې له دې چې نوملړ ولسمشر ته وسپاري باید له ملت سره شریک شي او دا کار سنجول شوی نه دی.»

یوسف رشید د دغو پوښتنو په ځواب کې وايي:«وروسته له دې چې موږ له ولسمشر سره ناسته ولرو، نوملړ به خپور کړو.»

له دې سره سره داسې باورونه شته چې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره لازیاتو او جدي کارونو ته اړتیا ده.

د شهید احمدشاه مسعود د بنسټ رئیس، احمدولي مسعود زیاتوي:«ولې دوی (پخواني کمېشران) باید محاکمه نشي؟ دوی په درغلیو کې ښکېل وو او خلکو ته څه ځواب لري؟ باید چې محاکمه شي.»

له دې سره سره پر ټاکنیزو کمیسیونونو د خلکو د باور بېرته ترلاسه کول او همداراز د ټاکنیز نظام سالم مدیریت د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو کمیشنرانو مهمې ننګونې دي.