سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1420ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د ملي یووالي حکومت په کابینه کې د څلورو ښځو ګومارل
لاسته راوړنې
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د ملي یووالي حکومت د جوړښت لپاره یو له هغو ټکو څخه چې ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ورباندې ټینګار کاوه دا وو ترڅو په خپله کابینه کې د ښځو لپاره څلور څوکۍ ځانګړې کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د ملي یووالي کابینې د پوړونو لپاره څلور ښځې نوماندې شوې.
  • ۲. څلور ښځې د کابینې د غړو په توګه وګومارل شوې.

د وضعیت جزئیات:
د ۲۰۱۵ زېږدیز کال اپرېل: د ملي یووالي حکومت بریالی شو ترڅو په لاندې وزارتونو کې په کابینه کې څلور ښځې وګوماري:

۱. د ښځو چارو وزیره – دلبر نظري

۲. له نشه‎یي توکو سره د مبارزې وزارت – سلامت عظیمي

۳. د لوړو زده‎کړو وزارت – فریده مومند

۴. د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت – نسرین اوریاخیل

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. د کابینې ۱۶ تنو نوماند وزیرانو د لوړې مراسم پر ځای کړل: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19165-16-cabinet-ministers-sworn-in

۲. د ښځو د حقونو فعالان په کابل کې د یوه لاریون په لاره اچولو سره د سیاسي ګډون د زیاتوالي غوښتونکي شول: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18062-female-activists-rally-against-womens-absence-in-cabinet

۳. ولسي جرګې یو نوماند رییس او ۸ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17996-parliament-approves-9-of-19-cabinet-nominees

۴. ولسمشر ۲۳ نوماند وزیران او د دوو ریاستونو نوماندان ولسي جرګې ته وروپېژندل: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17894-ghanis-cabinet-officially-introduced