سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1485ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د هرات-ایران اوسپنې پټلۍ بشپړول
د پرمختګ په حال کې
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د هرات-ایران د اوسپنې پټلۍ لار د هرات ولایت د ایران له خوف سیمې سره نښلوي او د اوسپنې پټلۍ دغه لار د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د آسانولو او د توکو د لېږدونې او د اروپا خلیج ته د افغانستان د صادراتو د آسانولو لپاره رامنځته شوی دی. د اوسپنې پټلۍ په دغې لار کې د تخنیکي او مالي اړخه ایران مرسته کړې ده او شپږ کاله وړاندې پيل شوې وه. په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې، د وادسم خبري آژانس رپوټ ورکړ چې په هرات کې چارواکو ویلي دي چې د هرات-ایران د اوسپنې پټلۍ لاره ۹۰سلنه بشپړه شوې ده. که څه هم دغه لاره لاتر اوسه هم نه‎ده بشپړه شوې. (http://wadsam.com/afghan-business-news/herat-iran-railway-track-90-completed-herat-officials-4853/)

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د هرات-ایران د اوسپنې پټلۍ بشپړېدل.
  • ۲. د هرات-ایران د اوسپنې پټلۍ له لارې د خلکو، سوداګریزو توکو او نورو خدمتونو لپاره له اورګاډي څخه کار اخیستل.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال اکټوبر: کابل ټایمز رپوټ ورکړ چې په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې هغه ډاډ ته ورکړ د ایران ولسمشر ژمنه کړې ده ترڅو د خوف-هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه بشپړه کړي. (http://thekabultimes.gov.af/index.php/opinions/social/4177-iran-to-complete-khawaf-herat-railway-project.html)