سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1214ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو لپاره هڅې چې د پاکستان په کوټه کې ژوند کوي
د پرمختګ په حال کې
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۸ زمری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
څه د پاسه ۵.۷ میلیونه افغان کډوال په ۲۰۰۲ کال کې د داوطلبانه بېرته راستنېدو د خپرونې له پيل راهیسې افغانستان ته راستنانه شوي دي. که څه هم، د پاکستان په سوېل لوېدیځ ښار کې ګڼ شمېر افغان کډوال پاتې شوي دي چې د بې‎ وزلۍ او له سپکاوي او له زور ویونکو کسانو سره ژوند کوي. ولسمشر غني په کندهار کې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه وکړه ترڅو د پاکستان په کوېټې ښار کې ټول مېشت کډوال هېواد ته راستانه کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د ملي یووالي حکومت له‎خوا د کوېټې له ښار څخه د افغان کډوالو د راستولو لپاره د خپرونو پیل.
  • ۲. له کوېټې ښار څخه په خوندي توګه د یو شمېر افغانانو راستنېدل.

د وضعیت جزئیات:

د 2015 زېږدیز کال د مې میاشت: له افغانستان څخه په یوه رسمي سفر کې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسار آنتونیو ګوترز څرګنده کړه چې افغانستان او پاکستان او ملګري ملتونه یوې هوکړې ته سره رسېدلي دي ترڅو له افغان داوطلبانه راستنېدونکو څخه د ملاتړ یو پياوړی بهیر برابر کړي.

هغه وویل چې حکومت د دوو وړاندیزونو د چمتو کولو په حال کې دی چې له هغې څخه به د لارښود په توګه کار واخیستل شي او حکومت هغه ته ویلي دي چې پر روان بهیر به کتنه وشي او متحدې تګلارې به ترسره شي.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. د ملګرو ملتونو سازمان:د افغان ګډوالو راستنېدل په نړۍ کې د داوطلبانه راستنېدو ستره خپرونه ده: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19503-unhcr-commits-to-help-repatriate-refugees