سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1485ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د هغو ښځینه بندیانو پر قضیو بیا کتنه چې د تېروتنې له امله بندیان شوي دي
د پرمختګ په حال کې
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د بشري حقونو د څار بنسټ پر اساس، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت احصاییه ښيي چې په افغانستان کې د اخلاقي جرمونو په تور هغه ښځې او نجونې چې نیول شوي دي د ۲۰۱۳ زېږدیز کال په مې میاشت کې ۶۰۰ تنو ته رسېدلي دي په داسې حال کې چې دغه شمېرې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال په اکټوبر میاشت کې ۴۰۰ تنه وې او دا په یو نیم کال کې په دغه درشل کې ۵۰سلنه زیاتوالی ښيي. د ۲۰۱۱ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې، د هغو ښځو شمېرې چې د ځوانانو په بندونو کې په بند کې دي، ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د هغو ښځو د قضیو د پالېسیو او پروسیجرونو څېړل چې د تېروتنې په توګه بندیانې شوې دي.
  • ۲. د هغو ښځو د قضیو فعاله څېړنه چې د تېروتنې په توګه بندیانې شوې دي.
  • ۳. د یو شمېر هغو ښځو خوشې کول چې د تېروتنې په توګه بندیانې شوې دي.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۵زېږدیز کال جنورۍ: په کابل کې د ښځینه بند څخه کابو ۴۰ ښځې خوشې شوې. هغوی د ولسمشر غني د بخښنې د فرمان په پایله کې خوشې شوې چې د نبي کریم (ص) د زېږون په مناسبت صادر شوی وو.
د خوشې شویو بندیانو په ډله کې، د هغوی ځیني داسې کسان ول چې د تېروتنې له امله بندیانې شوې وې. د زرمینې په نوم یو له دغو خوشې شویو بندیانو څخه طلوع‎نیوز ته وویل چې " ما هلته پنځه نیم کاله پرته له دې چې کومه ګناه ولرم تېر کړل". ډېری هغه بندیانې چې هلته د تېروتنې له امله بندیانې شوې وې د هېواد قضايي نظام یې د هغوی په وړاندې په پراخ فساد او بې‎عدالتۍ تورن کړ. هغوی وویل چې اصلي مجرمین او د حکومت ضد کسان د بډې ورکولو توان لري او دا هغوی ته دا وړتیا ورکوي ترڅو له بند څخه ووځي، په داسې حال کې چې عادي بندیانې له کور څخه د تېښتې له امله هلته بندیانې شوې دي. هغوی له ولسمشر غني څخه وغوښتل ترڅو په دغه درشل کې اصلاحات رامنځته کړي.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. د کابل د ښځینه بند خونې څخه د ۴۰ مېرمنو خوشې کېدل: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17902-40-prisoners-released-from-kabul-womens-jail

۲. د سترې محکمې یوه غړې به له میرمنو نه ټاکو: اشرف غني احمدزی: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/15199-ashraf-ghani-promises-to-put-female-on-supreme-court