سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1306ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د ولسمشر د ژمنو د څارلو لپاره د ولسمشر په دفتر کې د یوې کمېټې جوړول
غیرفعال
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‎نیوز
د ژمنو شالید
ولسمشر د خپلې بیانیې په ترڅ کې ژمنه وکړه ترڅو په خپل دفتر کې یو کمېسیون جوړ کړي ترڅو د حکومت ژمنې وڅېړي او وڅاري: " د ټولو کمېټو په منځ کې چې د ولسمشر دفتر جوړوي، یوه ځانګړې کمېټه به جوړه شي ترڅو د حکومت له کړنو څخه څارنه وکړي او د ښاریانو حقونه تأمین کړي. دغه کمېټه به د حکومت پر حقونو او دندو څارنه وکړي ترڅو د حکومت خپرونې او ژمنې په سمه توګه پر مخ یوسو. سربېره پر دې، دغه کمېټه به موظف شي ترڅو د ولسمشر ټولې ژمنې چې د خپلو بیانیو او ناستو په ترڅ کې یې وکړې، یادښت کړي او هغه د حکومت په خپرونو کې شامل کړي. هغه مهال چې دغو دوو کمېټو خپل کارونه ترسره کړل، د خلکو په وړاندې د حکومت د ژمنو د هېرولو خطر به لږ شي". (بدلون او دوام: یوه بیانیه)

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د حکومت د ژمنو پر ترسره کولو د څار کمېټه رامنځته شوه.
  • ۲. دغه کمېټه په فعاله توګه د حکومت د ژمنو له ترسره کولو څخه څارنه کوي.
  • ۳. دغې کمېټې د حکومت ژمنو ته د رسېدنې رپوټونه د عامو په واک کې کېښودل.

د دغې ژمنې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.