سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د ټاپي د ګازو د پايپلاین پروژې پراختیا
د پرمختګ په حال کې
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات یکشنبه, ۰۳ لړم ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د ټاپي د ګازو د لېږد د پروژې خپرونه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو د لېږدولو لپاره لومړنی ګام دی. په دغې پروژه کې، چې د افغانستان لپاره یو له تر ټولو سترو اقتصادي پروژو څخه ده، د څلورو هېوادونو څخه شامل هر یو هېواد د دغې پروژې کنسرسیوم ته پنځه میلیونه ډالره ورکړي دي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د ټاپې پروژې لپاره د خپرونو او بودیجې وروستي کول.
  • ۲. د ټاپي پروژې کنسرسیوم د پراختیا پيل.
  • ۳. د ټاپي پروژې د پراختیا بشپړول.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال فبرورۍ: د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو د ویناوو پر بنسټ، د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند حکومتونو استازو په اسلام آباد کې سره لیدنه وکړه ترڅو د ټاپي پروژې پر وروستي پړاو له یو بل سره خبرې اترې وکړي. دغو چارواکو د هغو ګازو بیه چې د څو ملیتي پایپلاین له لارې لېږدول کېږي، وټاکله. د دغې پروژې په لومړنیو ۱۰ کلونو کې، د افغانستان حکومت به نیم میلیارد متر مکعب ګازو څخه ګټه واخلي، چې دغه اندازه به په دوهمو ۱۰ کلونو کې یو میلیارد او په دریمو ۱۰ کلونو کې ۱.۵ میلیارد متر مکعب ګازو ته ورسېږي.

د دغې پروژې شرایطو د ۳۰ کلونو لپاره د پلي کېدو وړ دي، چې د هغې په لړ کې به د افغانستان له لارې ۳۰ ترېلیونه متر مکعبه ګاز هند او پاکستان ته ولېږدول شي.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

د ټاپي د ګاز پروژې لپاره به وروستۍ پرېکړه سبا په اسلام آباد کې ونیول شي: http://www.tolonews.com/pa/business/18154-delegates-meet-to-finalize-tapi-project-in-islamabad-wednesday