
یو نوی کمېشنر وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري او هغوی د ولسمشر د فرمان پر بنسټ اصلاحات پيل وي.
داسې تمه کېږي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوارګانو د ټاکنو مهال وېش د هغوی په کاري لومړیتوب کې وي.
د دغه کمېسیون یو تن کمېشنر ګلاجان صیاد ټینګار کوي چې هغوی په دغه کمېسیون کې د اصلاحاتو په راوړو سره، د دغه کمېسیون د لاسه تللي اعتماد د ترلاسه کېدو لپاره هڅه وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نوي غړي ګلاجان بدیع صیاد په دې اړه زیاته کړه:«زموږ کار ښايي له هغوی سره توپیر ولري ځکه چې موږ خپل کار به د نوي قانون په چوکاټ کې وي او موږ خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکو چې بیاځلې به پر ټاګنو اعتبار وکړي.ځکه چې موږ د اعتماد جوړونې لپاره خپل کار پیل وو. »
کارپوهان وايي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نوي غړي په دغه کمېسیون کې د سمونو په موخه ډېر کارونه په مخ کې لري.
د اکسین د شبکې غړي حبیب الرحمان ننګ په دې اړه وویل:«دغه کمېسیون باید د ټاکنو په تګلارو او طرز العملونو کې،په ټاکنیزو کمېسیونونو کې پراخ اصلاحات رامنځته کړي.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په تګلارو کې د سمونو راوړل او د رای ورکوونکو د نوملړ جوړول، د اصلاحاتو بنسټیزه برخه بلل کېږي چې باید په دې کمېسیون کې ترسره شي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ اجرائیه رییس معصوم جانان عبدالرحیم زی وايي:«نوي کمېشنران باید د رای ورکوونکو نوملړ د ټاکنو د قانون پر بنسټ چمتو کړي او همدارنګه د ټاکنو د روڼتیا لپاره او د ولسوالیو د ټاکنو د مهالوېش د اعلان لپاره هم له ځنډ څخه پرته کارونه پیل کړي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران به د کار په لومړۍ ورځ د یاد کمېسیون رییس او دوه مرستیالان له اوه تنو غوره کړي او له هغه وروسته به درې تنه د دغه کمېسیون د دارالانشا د رییس د ټاکل کېدو په موخه ولسمشر ته وړاندیز کړي.