د ټاکنو په قانون کې د ټاکنیزې حوزې د طرحې په اړه بېلابېل غبرګونونه
حکومت‎والي او د قانون واکمني
سه شنبه, ۰۲ وږی ۱۳۹۵
وروستي جزئیات سه شنبه, ۰۲ وږی ۱۳۹۵
لیکل شوی ګلاب الدین غبار
یو افغان میرمن د رأی ورکولو پر مهال

د کابینې  د نن ورځې په غونډه کې د ټاکنو په قانون کې د حوزوي ټاکنو د طرحې له تصویب سره په ورته وخت کې،یو شمېر هېوادوالو،د ملي یووالي حکومت یو شمېر سیاسي مخالفانو او پر ټاکنو څارونکي د دې طرحې له تصویب څخه هرکلی کوي خو د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د دې تګلارې پر وړاندې شته ننګونو ته اشاره کوي.

 د هغې طرحې له مخې چې ټاکنیزې حوزې روښانوي او همداراز د هر نوماند لپاره د رایو ترلاسه کولو او ټاکنیزو مبارزو سیمه روښانېږي، د دغې طرحې پربنسټ د ولسي جرګې او ولسوالیو په ټاکنو کې هر نوماند د ولایتونو په یوه برخه کې ځان نوماند ولای شي او یوازې له دې برخې به رایه ترلاسه کړي.

د تیفا بنسټ رئیس تعیم ایوب زاده په دې اړه وویل:«نفوذ مالوم نه دی،د ولسوالیو او کلیو مرزونه تراوسه هم څرګند نه دي،په سیمه کې سیمه‎ييز زورواکي ډېر حاکم دي نو څرنګه به شونې وي چې موږ ټاکنیز عدالت تأمین کړو.»

پر ټاکنو د څارونکي بنسټ یا اکسین بنسټ رئیس جان داد سپین غر بیا دا سې وايي:«د ۸۳ مادې په سمون کې کولای شو عادلانه استازي تأمین کړو او په ۲۰۱۰ کال کې په غزني کې چې موږ تجربه لرله د هغې له تکرار څخه مخنیوی وکړو.»

له بلخوا د حکومت سیاسي مخالفین پر دغه طرحه نیوکه کوي.

د افغانستان نوین ملي جبې مشر انورالحق احدي څرګنده کړه:«زما په باور ضرور نه ده او چندان عملي هم نه ده،دا یوازې د دې لپاره چې وکړای شي خلکو او یا هم نړۍ ته ووايي چې موږ تش لاس نه یوو راغلي او موږ چې له اصلاحاتو څخه خبرې کولې دا ډول عمده موضوعګانې موږ مطرح کړې،دا یوزاې دوکه ده او اصلي موضوع چې درغلي ده غواړي چې پټه یې کړي په همدې دلیل دغه موضوعګانې مطرحه کوي.»

اجرایي رئیس عبدالله عبدالله د دغې طرحې تایید د ټاکنو د ترسره کولو لپاره یو ګام بولي.

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه:«د ټاکنو په قانون کې یو پرمختګ راغلی دی،تېره ورځ یو پرېکړه وشوه چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د ټاکنو ترسره کولو ته لاره پرانیزي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي دغه طرحه د کابینې لخوا تایید شوې او ولسمشر ته به د توشیح لپاره ولېږل شي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په دې اړه زیاته کړه:«د کابینې په تېرې ورځې جلسه کې د ټاکنو د قانون طرحه وڅېړل شوه او د کابینې ټولو غړو خپل لیدلوري او وړاندیزونه وړاندې کړل او په اصولو کې طرحه تصویب شوه،ټول نظرونه او وړاندیزونه یې په دغې طرحه کې ځای پر ځای کېږي او د ولسمشر توشیح لپاره چمتو کېږي.»

په ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو په شوراګانو کې د ښځو د ۲۵ سلنې ونډې زیاتوالی، هندو او سک وګړو ته به ولسي جرګه کې یوه څوکۍ په پام کې نیول او د ټاکنیزو سرغړونو لپاره د سزا زیاتول د دغې طرحې برخې دي