د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو له ګمارنې نیوکې
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکل شوی کریم امینی
Caption of the photo here | Credited to photographer

په ټاکنیز بهیر د څار بنسټونه او د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر د سلاکارانو په توګه د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو کمېشنرانو ګمارل د ولسمشر له خوا دغه کمېسیون ته باج ورکول بولي.

ولسمشر د یوه فرمان په صادرولو سره د ټاکنیزو کمېسنونونو ټول غړي له خپلو امتیازونو سره د سلاکارانو په توګه ګمارلي دي.

د ولسي جرګې غړي صالح محمد سلجوقي په دې اړه وویل:«کمېشنرا باید لومړۍ تللي وای له عدلي او قضايي بنسټونو څخه د خپل برأت بشپړ کړای وای او د هغه برات پر باور هرپوسته چې صالحه چارواکو لازم لیدل هغوی یې منصوب کړی وای.»

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي وویل:«که‎چېرې پر پخوانیو کمېشنرانو شته تورون وته رسېدنه ونه شي او دغه موضوع ګونګه پاتې شي،په عمومي ذهنونو کې له درغلي کوونکو سره د مبارزې لپاره د حکومت پر صداقت او ارادې بې باورې رامنځته کېږي.»

په دې لړ کې د تور او سپین د نه څرګندېدو په موخه دا کار شوی دی،.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخواني رییس فضل احمد معنوي څرګنده کړه:«د ټاکنو پر کمېسیون چې هر ډول تورونه وارد شوي دغه حکومت ته هم متوجه کېږي په ځانګړې توګه ولشمشرۍ ماڼۍ ته چې د درغلۍ له امله په یوه غږو غوږ کې رامنځته شوی دی،نو پر دې اساس حکومت هېڅ کله دغه کار به ونه کړي.»

د ولسي جرګې بل غړي رمضان بشردوست په دې اړه زیاته کړه:«په افغانستان کې په هر ځای کې د معاملې هټۍ ده او ټول دموکراسي ،قوم ،ملت ،خلک او بشري حقونو پلوري.»

په ټاکنو څارونکي بنسټونه هم د ولسمشر د سلاکارانو په توګه د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو کمېشنرانو پر ګمارنې اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان د عادلانه او رڼو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده بیا داسې وايي:«پخوانیو کمېشنرانو ته باج ورکول دي او د باج په ورکولو سره هغوی د ولسمشر د سلاکارانو په توګه ګمارل شوي دي دوی له درغلۍ سره مرسته کوي.»

ولسمشرۍ ماڼې په دې اړه څه نه وايي، خو اجرایه ریاست دغو نیوکو ته داشان ځواب ورکوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي:«دا چې کله او په کوم پړاو کې له چا سره یې خیانت کړی وه دا هغه بحث دی چې تراوسه پر خپل ځای پاتې دی خو په ټول کې ژمنه دا ده چې ټاکنیز نظام اصلاح شي او ژمنه دا وه چې له فاسدو سره ټاکنو ته ولاړ نه شو.»

ټاکل شوې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي کمېشنران به ډېر ژر په خپل کار پیل وکړي. په دې ترتیب د ټاکنیزو سمونو او پارلماني او ولایتي شورا ګانو ټاکنو ترسره کېدو ته به لاره هواره شي.