سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1417ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د ښځو او د ځوان نسل د وړتیا د پرمختګ لپاره د ځانګړي صندوق جوړول
غیرفعال
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
ولسمشر غني له ټاکنو څخه وړاندې په خپلې یوې بیانیه کې ژمنه وکړه ترڅو د ښځو او ځوانانو وضعیت ته د ځانګړي صندوق د جوړولو له لارې پراختیا او پرمختګ ورکړي: " ښاریانو ته د کاري فرصت د وړاندې کولو لپاره به، یو ځانګړی صندوق رامنځته کړو ترڅو د ښځو او ځوانانو د وړتیاوو د پرمختګ لپاره وکارول شي. دغه صندوق به د ښځو او ځوانانو د نوښتونو له پروژو څخه ملاتړ وکړي او همداراز کوچنۍ پانګونې به هم وهڅوي". (بدلون او دوام: یوه بیانیه)

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د دغه صندوق د جوړولو لپاره د بودیجې او پلان ځانګړي کول.
  • ۲. د صندوق جوړول.
  • ۳. د ښځو او ځوانانو له پروژو څخه د مالي ملاتړ لپاره له صندوق څخه فعاله ګټه اخیستنه.

د وضعیت جزئیات:
د دغې ژمنې په درشل کې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.