سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1212ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منعې قانون پلي کول
غیرفعال
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منعې قانون چې په ۲۰۰۹ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له‎خوا توشېح شو. دغه قانون جنسي تېری، جبري او له وخت څخه وړاندې ودونه او لفظي شخړې د درانه جرم په توګه وبللې. خو دغه قانون د افغانستان په قضايي بنسټونو کې په کمزورې توګه پلی شو. رپوټونه ښيي چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د دغه قانون د غوښتلو لپاره شکایتونو ۲۸سلنه لوړوالی موندلی خو د قانوني څېړنې شمېرو ۲سلنه زیاتوالی موندلی دی. ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې وویل چې هغه ژمن دی چې دغه قانون پلی کړی.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. مالوماتو ته د لاسرسي قانون د اغېزمنې پلي کونې لپاره پالېسۍ او پروسیجرونه وپېژندل شول.
  • ۲. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر عاملینو د قانوني څېړنو زیاتوالی.
  • ۳. خپلواکو رپوټونو د دغه قانون په پلي کولو کې د پرمختګونو پخلی وکړ.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال مې: د کابل د لومړنۍ محکمې قاضي سیف‎الله مجددي د چهارشنبې په ورځ د ۲۷ کلنې فرخندې څلور تنه تورن کسان په بند محکوم کړل.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال مارچ: د حکومت یو له ژمنو څخه دا وه ترڅو په کابل کې د خلکو د یوې ډلې له‎خوا د فرخندې وژنه وڅېړي او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منعې قانون په اغېزمنه توګه پلی کړي. د دغې پېښې په اوږدو کې د کابل پولیس له دغې پېښې څخه په مخنیوي کې د نه بریالي کېدو له امله په پراخه توګه د نیوکو لاندې ونیول شو.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال مارچ: افغانستان د نورو هېوادونو تر څنګ د مارچ اتمه د ښځې نړیواله ورځ ولمانځله چې په هغې کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع ډلو ګډون وکړ ترڅو د ښځو په وړاندې د بد چلند او بې‎عدالتۍ سره د مبارزې په درشل کې د افغانو ښځو د هڅو په اړه خبرې اترې وکړي. په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وویل چې په تېر کال د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ۱۵سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. د فرخندې په دوسیه کې نوې زاویې چې د قرآن د سوځولو په تور ووژل شوه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18709-unspoken-facts-about-woman-beaten-to-death-and-burnt-in-kabul

۲. د فرخندې د وژنې په تړاو څلور تنه په اعدام محکوم شول: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19396-farkhunda-murder-4-sentenced-to-death

۳. په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ۱۵ سلنه زیاتوالی موندلی: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18530--afghanistan-marks-international-womens-day-amid-rising-rates-of-domestic-violence

۴. په افغانستان کې د لاسته راوړنو پر ساتنې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په څانګه کې د ولسمشر ژمنه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18486-ghani-promises-advancement-for-women-of-afghanistan