سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره د روزنې، ثبت او مبارزې لپاره د روغتیايي مرکزونو رامنځته کول
د پرمختګ په حال کې
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په دغه هېواد کې یو له سیستماتیکو او پراخو خنډونه څخه دی. د ښځو د حقونو په برخه کې د هغوی روزنه او د عاملینو د محکمه کولو لپاره د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي ثبت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو یو له کلیدي برخو څخه ده. ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپیانونو په ترڅ کې پر دغو ټول پوښتنو او غوښتنو لاسلیک وکړ چې د ښځو د روزلو، ثبت او د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د روغتيايي مرکزونو د جوړولو په شمول دی.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د روزنې، ثبت او د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د مجهزو روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره د بودیجې او پلانونو پراختیا.
  • ۲. د روزنې، ثبت او د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د مجهزو روغتیايي مرکزونو جوړول.

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال نومبر: د بي بي سي د رپوټ پر بنسټ، اوس‎مهال نړیوال روغتیايي سازمان د عامې روغتیا وزارت سره یو ځای کار کوي ترڅو روغتیايي کارکوونکي وروزي ترڅو هغوی د جنسي او کورنیو تاوتریخوالو د قربانیانو درملنه وکړي. (http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2013/01/000001_dari_dawn2_ondemand)

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات