د کابل بانک د تورنو د وضعیت د څېړلو لپاره د غني حکمونه
حکومت‎والي او د قانون واکمني
چهارشنبه, ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۴
وروستي جزئیات چهارشنبه, ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

د ولسمشرغني تر ریاست لاندې د کابل بانک د پورونو د تصفیې او حصول د څېړلو د پرمختګ د څرنګوالي په منضور غونډه جوړه شوه.

په دغې غونډه کې چې نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوه،لومړی د کابل بانک د تصیفې کمېټې د کابل بانک له پوروړو څخه د پورونو د حصول په کار کې د پرمختګ په اړه خپل رپوټ حاضرینو ته وړاندې کړ.

ولسمشر غني د دغه رپوټ له اورېدو څخه وروسته وویل چې د کابل بانک د پورونو د حصول بهیر باید ګړندی شي.

هغه له غور او هراړخیزې څېړنې څخه وروسته د کابل بانک د پورونو د تصفیې او حصول بهیر د لا ګړنديتوب په اړه زیاته کړه چې د هغو کسانو په اړه چې د کمېټې او محکمې له خوا د پوروړو په توګه پېژندل شوي دي او ممنوع الخروج پېژندل شوي دي باید جدي تطبیق او په بشپړه د محکمې حکوم پرې ترسره شي.

ولسمشر همدارنګه ټينګار وکړ چې د کابل او ولایتونو ښاروالان باید د سیمه‎يیزو ارګانونو له خوا ډېر ژر د هغو ملکیتونو د تثبیت پروسه چې په ضمانت ورکړل شوي دي د خلیل الله د ملکیت په ګډون بشپړ او د هغې د لېږد په برخه کې د تصفیې او یا مرکزي بانک ته پورونو په بدل کې فوري اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي غني همدارنګه لویې څارنوالۍ ته امر کړی دی د هغو کسانو د جدي بلنې لپاره چې پورونه یې ډېر دي او تراوسه یې هېڅ همکاري نه ده کړې عاجل مکتوبونه ترتیب او د رسېدنې په موخه پولیسو ته دې واستوي.

هغه پولیسو ته په خطاب کې وویل چې په بشپړ جدیت سره د دغو کسانو د نیولو په برخه کې اقدام وکړي او مکلف دي ترڅو د جلب په برخه کې خپل اقدامات مستند او د پوروړو د نه همکارۍ په صورت کې هغه د خلکو غږونو ته ورسوي.

ولسمشر ټينګار وکړ چې مرکزي بانک او د تصفیې کمېټه د مالیې وزارت په همکارۍ ژر تر ژره د نوی کابل بانک او مرکزي بانک د پیسو د توپير په برخه کې اقدام وکړي او د نوي مالي کال تر لومړیو د ملاحظې وړ پیسې په نغدي توګه مرکزي بانک ته ستنې شي.

ښاغلي غني څرګنده کړه چې کمېټه باید د درې اوونیو په اوږدو کې د خپلو کړنو په اړه بېرته ولسمشر ته رپوټ ورکړي.