سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د کابل بانک قضیې له سره نیول او د عاملینو پلټنه
د پرمختګ په حال کې
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‎نیوز
د ژمنو شالید
په افغانستان کې یو له سترو بانکونو، کابل بانک په ۲۰۱۰ کال کې له پراخې ډېوالۍ سره مخ شو. د دغه بانک خاوندانو په ناقانونه توګه ۹۲۵ میلیونه ډالره له بانک څخه وایستل، چې په دغه بانک کې د مالي کړکېچ لامل شو. وروسته له دې چې دغه قضیه محکمې ته راجع شوه، د دغه بانک اجراییه رییس او د بورډ رییس د عامل په توګه وپېژندل شول، که څه هم د مدني ټولنې فعالینو د دغې قضیې د څېړنې بهیر د نیوکو لاندې ونیوه او ادعا یې وکړه چې په دغې قضیه کې ډېری عاملین (په ځانګړي توګه د هغې د لوړپوړو چارواکو په کچه) د څېړنې لاندې ونه‎نیول شول او دغه موضوع لاتر اوسه هم ناهواره شوې پاتې شوې ده. د ټاکنیز کمپاین په لړ کې، ولسمشر غني ژمنه وکړه ترڅو د کابل بانک قضیه له سره پيل کړي او ژمنه‎یې وکړه چې عاملینو ته به سزا ورکړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د کابل بانک قضیه بیا پرانیستل شوه او په څرګنده توګه د څېړنې لاندې ونیول شوه.
  • ۲. د هغې عاملین د افغانستان د عدالت د نظام له لوري وڅېړل شول.

د وضعیت جزئیات:

د 2015 زېږدیز کال جون: د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د لویې څارنوالۍ ویاند، بصیر عزیزي وویل چې هغوی د کابل بانک د پوروړو د حساب د پاکونې (تصفیې) نوملړ موندلی، چې په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د ۹۰۰ میلیونه ډالرو له اختلاس وروسته له ډېوالۍ سره مخ شو.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال جون: د کابل بانک د حساب د پاکونې (تصفیې) ډیپارتمنت رییس او مرستیال په روانې اوونۍ کې د ملي امنیت د عمومي ریاست ځواکونو او د قانون د پلي کونې ځواکونو له‎لوري ونیول شول. هغوی د کابل بانک له پوروړو څخه د بډې په اخیستو تورن دي.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال مارچ: د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د ولسمشر غني د ژمنو پر بنسټ په لومړنۍ وینا کې چې ویلي وو اداري فساد له‎منځه وېسي، د کابل بانک قضیې له څېړونکو سره لیدنه وکړه. دغې خبرپاڼې څرګنده کړې چې د دغې قضیې څېړونکو ټینګار وکړ د محکمې تر پرېکړې، شپږو سترو پوروړو ژمنه کړې ده ترڅو خپل پورونه ورکړي، چې په ټوله‎ییزه توګه ۷۲ میلیونه ډالره کېږي.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال دسامبر: د شنبې په ورځ، سترې محکمې د هغې قضیې په اړه پرېکړه وکړه چې وړاندې له دې د هغې په اړه د لومړنۍ محکمې له لوري پرېکړه شوې وه او دغې محکمې پرېکړه وکړه ترڅو د هغوی د بند پېر وغځوي او د هغوی جایدادونه کنګل کړي. په سترې محکمې کې وویل شول چې له دفاعي غونډې وروسته د دغې قضیې په اړه پرېکړه وکړي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور، محمود کرزي د لومړنۍ محکمې له پرېکړې سره مخالفت وښود.

ښايي دغه حکم د نړیوالې ټولنې په سترګو کې د دغې قضیې د تړلو په توګه وبلل شي. نړیوالې ټولنې پر کابل فشار راوړی ترڅو وړاندې له دې چې د مرستو د نورو کڅوړو ژمنه وشي، د اداري فساد پر ضد اقدام وکړي. که څه هم، د مالیې وزارت سرپرست حضرت عمر زاخېوال ټینګار کړی دی چې کار تر هغه پای ته نه‎رسېږي چې له کابل بانک څخه ټولې غلا شوې پيسې بېرته وانه‎خیستل شي.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د اکټوبر ۱: د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په لومړۍ نېټه، نوي ټاکل شوي ولسمشر فرمان ورکړ ترڅو د کابل بانک قضیه بیا وڅېړل شي او دغه اقدام د اداري فساد د له‎منځه وړلو لپاره د نوي حکومت د ادعا په توګه بلل کېده. په دغه فرمان کې، ولسمشر له سترې محکمې وغوښتل ترڅو د کابل بانک قضیه له سره ونیسي او یوه نوې څېړنه په لاس کې ونیسي.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. څارنوالي:د کابل بانک پوروړي به تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20255-ago-warns-of-legal-action-against-kabul-bank-defaulters

۲. له فساد سره د مبارزې مأموران، په خپله په فساد ککړ: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20158-director-and-deputy-of-kabul-bank-clearance-department-arrested

۳. سترې محکمې د ولسمشر د خبرو په وړاندې چې د عدلي اوقضايي بنسټونو په اړه کړې وې غبرګون وښود: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/16588-ghani-orders-reinvestigation-into-kabul-bank-case

۴. د کابل بانګ په تړاو د سترې محکمې له حکم څخه د ولسمشر غني هر کلی: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17362-president-ghani-welcomes-supreme-court-ruling-on-kabul-bank

۵. ولسمشر د کابل بانک د قضیې د څېړونکې ډلې له غړو سره کتنه وکړه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18844-ghani-meets-with-investigators-of-kabul-bank-case

۶. کارپوهان: حکومت د کابل بانګ د دوسیې په اړه باید جدي وي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17217-ghanis-decree-on-kabul-bank-symbolic-critics