سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1212ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د کانونو ۵سلنه عایدات د اړوند ولایت او ولسوالۍ د ودې او پراختیا لپاره ځانګړې کېږي
غیرفعال
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
افغانستان د ګڼ شمېر نه لاس وهل شویو طبیعي سرچینو او کانونو درلودونکی دی چې د ډېر قوت خاوند دی ترڅو د هېواد له پرمختګ او ودې سره مرسته وکړي. د ولسمشر د ویناوو پر بنسټ، دغه کانونه کولای شي د افغانستان لپاره یوه اړینه سرچینه وي. د دغو کانونو د کېندلو او له هغې څخه د ګټې اخیستو لپاره به شرایط په جدي توګه په پام کې ونیول شي او په دغې برخه کې به بنسټیز معیارونه په لاس کې ونیول شي ترڅو وکولای شي یو اغېزمن مدیریت رامنځته کړي ترڅو دغه عایداتي سرچینه د کار د رامنځته کولو لپاره اغېزمنه رامنځته شي. د هغې د ارزښت پر بنسټ، ولسمشر ژمنه وکړه چې د کاني سیمو اوسېدونکي به په مستقیمه توګه د هغې له ۵سلنه عاید څخه برخه‎من شي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د اړوند ولایت او ولسوالۍ لپاره د کېندل شویو کانونو له عایداتو څخه د ۵سلنه ځانګړي کولو لپاره پالېسۍ او پروسیجرونه.
  • ۲. د ولایت او ولسوالۍ له لوري د خپل پراختیا لپاره د کانونو له عایداتو څخه ۵سلنه ترسره کول.
  • ۳. اړوند ولایت او ولسوالۍ ته د کانونو د یو اندازه عایداتو د ځانګړو کولو او د هغې په درشل کې د پرمختګ په اړه خپلواک رپوټونه.

د وضعیت جزئیات:
د دغې ژمنې په درشل کې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.