سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1536ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د کانکور د بهیر اصلاح
غیرفعال
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
ولسمشر غني له ټاکنو څخه وړاندې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه وکړه ترڅو د افغانستان د پوهنتونونو د کانکور د آزموینې په بهیر کې بنسټیز اصلاحات رامنځته شي: " په پوهنتونونو کې د کانکور آزموینه باید په بنسټیزه توګه اصلاح شي ترڅو د هېواد غوره استعدادونه لوړو زده‎کړو ته لاسرسی پيدا کړي او همداراز وکولای شي د بهرنیو بورسیو فرصتونه ترلاسه کړي. له همدې کبله، یو له بنسټیزو ګامونو څخه دا دی چې داسې شرایط رامنځته شي ترڅو په ټولنه کې د ټولو استعدادونو پرمختګ او وده ضمانت کړي. د کانکور د آزموینې بهیر باید له دغه ډول څخه چې اوس‎مهال په ولایتونو کې ترسره کېږي بدلون وکړي ترڅو پر دغه بهیر د زورواکو او نامتو کسانو له فشارونو څخه مخنیوی وشي. د کانکور آزموینې باید په ګاونډیو ولایتونو کې ترسره شي او پوښتنې باید په معیاري توګه جوړې شي او څارنه باید په کره توګه وي او دغه بهیر باید په روښانه توګه وڅېړل شي. د کانکور د آزموینې لپاره د څارنې او څېړنې الکترونیکي تګلارې برابرې شي ترڅو د هېواد وګړي ډاډه شي چې دغه بهیر روښانه او د باور وړ دی." (بدلون او دوام: یوه بیانیه)

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د کانکور د بهیر د اصلاح لپاره د پالېسیو او پروسیجرونو پراختیا او پلي کونه.
  • ۲. د اصلاح شوي بهیر پر بنسټ د کانکور د آزموینې په لاره اچول.

د وضعیت جزئیات:
د دغې ژمنې په درشل کې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.