سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1302ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
د کوچیانو او د کلیوالو سیمو اوسېدونکو تر منځ د شخړو د هوارولو لپاره د یوه کمېسیون جوړول
د پرمختګ په حال کې
حکومتوالي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۸ زمری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوعنیوز
د ژمنو شالید
د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې، ولسمشر غني ژمنه وکړه ترڅو د کوچیانو او د کلیو د اوسېدونکو تر منځ د شخړو د هوارولو لپاره یو کمېسیون جوړ کړي:
" د هزاره جاتو په شمول د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کوچیانو او د کلیو د اوسېدونکو تر منځ د شخړو هوارول، د حکومت یو له ډېرو اړینو دندو څخه ده چې د دغې ستونزې د هوارولو په درشل کې ژمن ول او هڅه کوي. له با اعتباره او بېپلوه غړو څخه جوړ یو کمېسیون چې په دوو لورو کې شامل نهوي د ولسمشرۍ تر څار لاندې به جوړ شي ترڅو د کوچیانو د استوګنې او د هغوی د ژوند د پراختیا او د هېواد په ګوټ ګوټ کې له قانوني ملکیتونو څخه د ملاتړ په اړه او د روغتیا او ښوونې او روزنې په شمول د ټولنیزو خدمتونو د ټینګښت په درشل کې فعالیت وکړي. د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون څخه یو کمېشنر او له سترې محکمې څخه یو صلاحیت لرونکی استازی به هم په دغه کمېسیون کې شامل شي". (بدلون او دوام: یوه بیانیه)
د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
- ۱. د دغه کمېسیون د جوړولو لپاره پالېسیو او پروسیجرونو پراختیا وموندله.
- ۲. کمېسیون جوړ شو.
- ۳. کمېسیون په فعاله توګه کار کوي ترڅو د کوچیانو او د کلیو د اوسېدونکو شخړې هوارې کړي.
د وضعیت جزئیات:
د دغې ژمنې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نهدی ثبت شوی.