غني د سیمه‎ييزو همکاریو غوښتونکی شو
بهرنی سیاست
چهارشنبه, ۲۹ تله ۱۳۹۴
وروستي جزئیات چهارشنبه, ۲۹ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
سرچینه: طلوع نیوز - http://www.tolonews.com

غني د داعش فعالیتونو د نړۍ لپاره جدي ګواښ وباله،هغه چې په کابل کې د نړیوالې ډلې ناسته سره په اړیکه کې خبرې کولې زیاته کړه چې د دغې ډلې له منځه وړل ګډې مبارزې ته اړتیا لري.

هغه یوځل بیا د افغانستان جګړه یوه تحلیلي جګړه وبلله او د یو شمېر پاکستاني چارواکو خبرو ته یې اشاره وکړه چې طالبانو ته د مرستې پر رسونې یې اعتراف کړی دی.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د پاکستان د صدر اعضم نوازشریف له دغو خبرو څخه یې هرکلی کوي چې وویل چې هېچاته اجازه نه ورکول کېږي چې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان په ضد استفاده وکړي.

په دغې خپرونې کې کوربه ذبیح سادات په دې اړه بحث او خبرې اترې کړي دي.

مېلمانه:

د سیاسي چارو کارپوه،طوفان وزیری

د پوځي چارو کارپوه،حی گل سلیمان خېل،

د ولسي جرګې غړی،عبیدالله بارکزی

سناتور،هاشم الکوزی