فراخبر: د سولې خبرو اترو بیا پیل لپاره هڅې
سوله او امنیت
دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‎نیوز

د پاکستان اکسپریس ټرېبیون د طالبانو او کابل ترمنځ د سولې خبرو اترو په موخه د کړنلارې له جوړېدو خبر ورکوي، دا ورځپاڼه په کوټه کې د طالبانو د دفتر د یوه مسوؤل له قوله لیکي چې دا مشورې به دوه درې میاشتې ونیسي.

دا ورځپاڼه زیاتوي چې طالبانو د سولې په خبرو اترو کې د مسکو او بیجنګ د ونډې په کلکوالي ټینګار ته هم اشاره کړې ده.

دا راپور د طالبانو د کوم غړي د نوم اخیستو پرته خپور شوی او ویلي دي چې د جګړې په لیکو کې د طالبانو ټولو قومندانانو او غړو په ګډون د سولې پر کړنلارې کار کېږي.

د خپرونې مېلمانه:

د افغانستان د ملي یووالي نهضت رئيس، سیداسحاق ګېلاني

د سیاسي چارو کارپوه، صالح‎محمد ریګستاني