- ۱. له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پيل.
- ۲. د سولې د خبرو اترو په ترڅ کې په افغانستان کې د ولسواکۍ او د ښځو د حقونو ملاتړ.
د وضعیت جزئیات:
د ۲۰۱۵ زېږدیز کال مې: د قطر د بهرنیو چارو وزارت د آسیايي ډیپارتمنت رییس، یوسف الصدا د یکشنبې په ورځ د دې پخلی وکړ چې دوحه به په افغانستان کې جګړې ته د پای ورکولو لپاره د افغانستان حکومت او د طالبانو د استازو تر منځ د سولې د خبرو اترو کوربهتوب وکړي.
د طلوعنیوز له لوري وروستي مالومات
د ۲۰۱۵ زېږدیز کال مارچ: ولسمشر غني د ولسي جرګې د پنځم پېر د وروستي کال د پرانیستلو لپاره د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ډېر ژر پيل کړي چې د هغه په وینا دا د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی ترڅو تل پاتې سولې ته ورسېږي. هغه د حکومت د تېرو ۱۳ کلونو د لاسته راوړنو د قرباني کولو په اړه اندېښنې رد کړې او وویل چې د سولې په خبرو اترو کې به پر دغو لاسته راوړنو معامله ونهشي.
د طلوعنیوز له لوري وروستي مالومات
اړوند رپوټونه:
۱. غني:د تېرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې به د سولې په خبرو اترو معامله نه شي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18513-ghani-vows-not-to-compromise-achievements-in-peace-negotiations
۲. قطر د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو له کوربهتوب څخه خبر ورکړ: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19352-doha-confirms-hosting-of-peace-talks-between-afghan-govt-and-taliban
۳. د سولې خبرې اترې د تړلو دروازو تر شا؛ حکومت: په قطر کې حاضر کسان له موږ څخه استازيتوب نهکوي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19373-doha-talks-could-pave-way-for-peace-negotiations
۴. د طالبانو یوه پخواني چارواکي د طالبانو لهخوا د سولې د خبرو اترو کوونکو د ټاکلو څخه خبر ورکړ: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18347-taliban-finalize-peace-negotiators-akbar-agha
۵. د سولې عالي شورا:حکومت د سولې د خبرو اترو په بهیر کې به معامله و نه کړي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19508-hpc-promises-inclusive-peace-talks-no-sacrifices-on-nations-gains