سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1486ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
له لرغونو آثارو څخه د ملاتړ لپاره د ستاینلیک د صادرولو د سیستم رامنځته کول
غیرفعال
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۸ زمری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د افغانستان ډېری لرغوني آثار د ناغېړیو، تاوتریخوالو او پر هغو د ناقانونه سوداګریو له امله له خطر سره مخ دي. له دغو آثارو څخه د ساتنې او خوندیتوب لپاره، ولسمشر غني ژمنه وکړه ترڅو د تصدیق‎لیکونو د صادرولو سیستم رامنځته کړي او پروژې رامنځته کړي ترڅو دغه مرکزونه په سیلاني سیمو بدل کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. له تاریخي آثارو څخه د ملاتړ لپاره د تصدیق‎لیکونو د صادرولو د سیستم رامنځته کول.
  • ۲. لرغونو آثارو ته د تصدیق‎لیکونو صادرول.
  • ۳. د لرغونو آثارو د نندارې ته وړاندې کولو او ساتلو لپاره د تصدیق‎لیک لرونکو مرکزونو پراختیا.

د وضعیت جزئیات:
د دغې ژمنې په درشل کې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.